بشري حقوق فرهنګ او هنر

په جلاوطنۍ کې نۍ: تر اوسه د رحیم سعیدي د نیولو دلیل نه دی روښانه شوی

رحیم سعیدی، روزنامه‌نگار و فلم‌ساز کشور، که توسط طالبان بازداشت شده بود.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نۍ» د افغان خبریال او د انځوريزو رسنیو د کارکوونکي رحیم بخش سعیدی د طالبانو له بند څخه د خوشې کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې، خو ویلي یې دي، چې د هغه د نیولو لامل تر اوسه معلوم نه دی.

«نۍ» په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا خبره «ډیره مهمه» ده چې روښانه شي پر ښاغلي سعیدي د طالبانو په زندان کې څه تېر شوي دي.

د «نۍ» د معلوماتو له مخې، په تېرو درې نیمو کلونو کې له ۳۵۰ زیات افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي او بندي کړل شوي دي؛ خو په اعلامیه کې راغلي چې د نیول شوو کسانو حقیقي شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

له دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و چې د یوټیوب د خپرونو تولیدوونکی او فلم جوړونکی رحیم سعیدي د طالبانو په بند کې د یوولس میاشتو تېرولو وروسته آزاد شوی دی.

دغه سازمان په خپل بیان کې لیکلي: «سیدرحیم سعیدي، فلم جوړونکی، تر یوولسو میاشتو وروسته خوشې شو. هغه هېڅکله باید د خپلې د بیان د آزادۍ د حق د کارونې له امله بندي شوی نه وای.»

دغه سازمان له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د سعیدي د خوشې کېدو لپاره یې د بېړني اقدام په کمپاین کې برخه اخیستې وه او د عامه ملاتړ رول یې د هغه په خلاصون کې مهم بللی دی.طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.