بشري حقوق

فلم جوړونکی، رحیم سعیدي له ۱۱ میاشتو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د یوټیوب خپرونو تهیه کوونکی او فلم جوړونکی، رحیم سعیدي، له ۱۱ میاشتې بند وروسته د طالبانو له زندانه راخوشې شو.

یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي چې سعیدي هېڅکله باید یوازې د بیان د آزادۍ د حق له استفادې له امله نیول شوی نه وای.

په دې بیان کې راغلي: «سیدرحیم سعیدي، فلم جوړونکی، بالاخره له ۱۱ میاشتو بند وروسته خوشې شو. هغه هېڅکله باید د خپل د بیان د حق د استفادې له امله بندي شوی نه وای.»

د بخښنې نړیوال سازمان د هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د دغه فلم جوړونکي د خوشې کولو لپاره یې د عاجل اقدام د کمپاین په چوکاټ کې هڅې کړې دي، او د عامه ملاتړ رول یې د هغه د خوشې کېدو په برخه کې مهم بللی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې، د بخښنې نړیوال سازمان اعلان کړی و چې رحیم سعیدي، ۵۷ کلن فلم جوړونکی او د انار میدیا مشر، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د انتقادي مستندونو د تولید له امله پېژندل کېږي، د طالبانو د چارواکو پر ضد د «تبلیغ» له امله د طالبانو له خوا درې کاله بند ته محکوم شوی و.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، ښاغلی سعیدي د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۴مه د طالبانو استخباراتو لخوا په کابل کې نیول شوی و. د طالبانو محکمې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۱۸مه درې کلن بند پرېکړه صادره کړې وه.