کډوالي

بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې سمدلاسه د افغان کډوالو ایستل ودروي

بخښنې نړیوال سازمان وایي، پاکستان باید سمدلاسه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د پناه‌ غوښتونکو حقونو ته درناوی وکړي.

د دغه بشري حقونو مدافع سازمان په وینا، له اپرېل میاشتې راهیسې چې پاکستان کې د «ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو دویم پړاو» پیل شوی، له ۲۲۶ زرو څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له دې ډلې ۴۲ زره تنه په زور ایستل شوي دي.

یاد سازمان د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۱مه، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې خبرداری ورکړی چې له بېرته ستنېدونکو څخه زیاتره، شاوخوا ۱۱۵ زره تنه، ښځې او نجونې دي؛ داسې کسان چې اوس داسې هېواد ته ستانه شوي چې هلته نه‌شي کولی زده‌کړې وکړي، کار وکړي او یا هم په ټولنه کې ونډه ولري.

دغه سازمان وايي، چې ځیني کډوال له ستنېدو وړاندې په پاکستان کې نیول شوي او ځورول شوي دي.

تمه ده چې د دې برنامې په درېیم او وروستي پړاو کې، هغه کډوال هم له پاکستانه وشړل شي چې د ملګرو ملتونو د ثبت شوو کارتونو (پی‌او‌آر) درلودونکي دي. دا کارتونه یوازې تر ۳۰ جون ۲۰۲۵ پورې اعتبار لري.

بخښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې دا پرېکړه لغوه کړي او د پناه‌ غوښتونکو په اړه د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.