بشري حقوق

طالبانو کابل کې ۲۵ کسان په دورو ووهل

د طالبانو سترې محکمې  ویلي، چې په کابل ولایت کې ‍۲۵ تنه د «نشه‌یي توکو او مسکراتو» د خرڅلاو په تور په دورو وهل شوي دي.

دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د «الکولي مشروباتو، نشه‌يي تابلیتو (تابلیتk، ذیکپ) چرسو او شيشې د خرڅلاو او قاچاق» په تور د غبرګولي په ۲۹مه نېټه له ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې په وینان، دغه کسان له اوو میاشتو څخه تر دوه کاله او شپږو میاشتو په تنفيذي بند محکوم شوي دي.

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې، د دې ۲۵ کسانو په ګډون، ټولټال ۳۹ کسان چې ښځې هم پکې شاملې دي، په عام محضر کې درولې وهلې دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل نوي راپور کې، د طالبانو لخوا د هیواد د وګړو بدني سزا غندلې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا ښځو او نارینه وو ته له کافي شواهدو پرته سزا ورکول کیږي؛ هغه څه چې ښځې او نجونو یې ډېرې قربانیانې دي.

د آمو موندنې ښیې چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د ۱۷۱ ښځو په ګډون له ۱۰۳۵ څخه ډیر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په دوامداره توګه له طالبانو څخه د هیوادوالو د بدني سزا د لغوه کولو غوښتنه کړې ده؛ خو ښکاري چې طالبان دغه غوښتنې له پامه غورځوي او د خپل تفسیر له مخې د شریعت او عدالت د پلي کولو تر نامه لاندې په هېواد کې د تاوتریخوالي عملي کولو ته دوام ورکوي؛ دا چاره د یو شمېر بشري حقونو فعالانو، د بشری حقونو ملاتړو بنسټونو او د هېوادوالو له نظره د انساني ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.