د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له روسیې څخه غوښتي دي چې د اوړو پر ځای افغانستان ته غنم واستوي.
د طالبانو د کابینې دغه چارواکي د روسیې په سن پټرزبورګ کې د یوې اقتصادي ناستې په څنډه کې ویلي دي چې له روسیې څخه د افغانستان واردات مخ په زیاتیدو دي او افغانستان د روسیې د اوړو ترټولو لوی پیرودونکی دی.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست شمېرې وړاندې کړې چې افغانستان ۴.۸ میلیون ټنه غنم تولیدوي او د خپلو اړتیاوو دوه میلیون ټنه نور له نورو هیوادونو اخلي.