د اسرايیلو د دفاع وزیر، اسرائيل کاتز، وایي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د فلسطین چارو قوماندان، سعید ایزدي، د اسرايیلي ځواکونو په یوه برید کې په قم ښار کې وژل شوی دی.
هغه ویلي چې ایزدي د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د اسرايیلو پر ضد د حماس د برید د تجهیز او مالي ملاتړ مسؤل و.
دا پداسې حال کې ده، چې امریکایي او اروپایي ډیپلوماتانو «سيبياس» ته تایید کړې، پټې خبرې روانې دي، چې څوک به د ایران راتلونکی مشر وي، او دا چې څنګه کیدای شي د ایران هستوي تاسیسات، مواد، او د احتمالي نظامي بریدونو چاپېریالي او روغتیایي پایلې د سیمې متحدینو ته خوندي کړل شي.
همداراز، یو امریکایي او یو اروپایي ډیپلومات «سيبياس» ته ویلي، چې ډیپلوماسي به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې خپل «وروستی چانس» وکاروي، څو د ایران او اسرائیل ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسوي. دا هغه کړکۍ ده چې همدا اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلاصه کړه. اوس هغه پرېکړه کوي چې آیا امریکا به د اسرائیل د احتمالي برید ملاتړ کوي که نه.
دا هڅې د غبرګولي پر ۳۰مه (جون ۲۰مه) ترسره شوې، کله چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په جینوا کې له اروپایي چارواکو سره د اسرائیلي بریدونو او د امریکا د نظامي حضور د زیاتوالي پر سر بحث وکړ.