د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د چین – جنوبي آسیا په نهم نندارتون کې د وینا پر مهال له نورو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو په چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
حنفي وویل، طالبان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې، نورو ته ګواښ رامنځته کړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې طالبان د داعش او نورو ډلو پر ضد مبارزه کوي. له داعش او نورو ډلو سره د مبارزې په اړه د حنفي خبرې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښيي چې څو ترهګریزې ډلې د طالبانو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره نږدې اړیکې لري او دا دواړه ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.