سویلي آسیا

جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو په ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی

د جنوبي وزیرستان څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د یو ډرون بم د غورځولو له امله یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

سرچینو جمعه د غبرګولي په ۳۰مه وویل، جې یاد برید نن د جنوبي وزیرستان اړوند په مکین سیمه کې ترسره شوی دی.

ځايي خلک ادعا کوي، چې یاد بم د پاکستاني پوځ د ډرون څخه غورځول شوی دی، چې قربانیان یې یوازې کوچني ماشومان دي.

ځايي خلک ټینګار کوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د ډرون بمونه د غورځېدو له کبله سلګونه ماشومانو ته مرګژوبله اوښتي ده. هغوی د نړیوالۍ ټولنې په چوپتیا هم خواشیني څرګنده کړې.

د ځایي سرچینو په خبره، ټپیان شوي ماشومان د خلکو لخوا د جنوبي وزیرستان یو روغتون ته انتقال شوي، چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل کېږي.

د یادونې وړه، چې په خیبر پښتونخوا کې د ډورن بریدونو له کبله خلک هم سخت اندېښمن دي او پر وینا یې، د ډول برېدونو قربانیان ښځې او ماشومان دي.