افغانستان

لویدیځ کې یو شمېر ښوونکي: د طالبانو فشارونو او د امکاناتو کمښت د زده‌کوونکو د زده‌کړې علاقه کمزورې کړې ده

د لویدیځو ولایتونو یو شمېر ښوونکي وايي، د طالبانو له لوري د جبري پوښښ فشار، د طالبانو په خوښه د درسي نصاب د بدلون هڅې ، او همداراز د امکاناتو کمښت؛ د دې لامل شوي چې یو شمېر زده ‌کوونکي ښوونځيو ته له تګ څخه زړه ‌توري شي.

ورته مهال، یو شمېر زده‌کوونکي هم وايي چې ښوونځي یې چې د وروستیو سیلابونو او زلزلو له امله زیانمن شوي وو، تر اوسه نه ‌دي رغول شوي.

بلخوا بیا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا «یونیسف»، د اسلامي پراختیا بانک او د عربستان د پراختیا صندوق په مالي ملاتړ، د ۲.۷۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، په هرات او بادغیس ولایتونو کې د اتو ښوونځیو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده.

یوه ښوونکي آمو ته وویل: «په ځینو ښوونځيو کې مدیران له طالبانو سره همکاري کوي او موږ ته اجازه نه راکوي چې له چادرۍ پرته درس ورکړو. حتی له درېیم تر شپږم ټولګي پورې نجونې هم د چادرۍ په سر کولو ته مجبوروي. څو ځل طالبانو شفاهي ټینګار کړی چې باید د دوی له خوښې سره سم لباس واغوستل شي، که نه نو له دندې به و ایستل شي. دا فشارونه، تحمیلي نصاب، د هوا ګرموالۍ او د امکاناتو نشتون د دې لامل شوی چې یو شمېر زده‌کوونکې ښوونځيو ته حاضر نه شي، لېوالتیا یې له‌منځه ولاړه شي، یا یا په سمه توګه زده کړو ته رسیدګي ونه شي. زوی مې اتم ټولګي کې دی، څو وارې یې پرېکړه وکړه چې د اجباري پوښښ له امله، چې نه‌یې خوښوي، ښوونځۍ پرېږدي، خو موږ منع کړ.»

په ورته وخت کې، یو شمېر د ابتدايي دورې زده‌کوونکې هم اندېښنه ښيي، چې د زده‌کړې مناسب چاپېریال نه‌ لري، او اړتیاوې یې بې‌ځوابه پاتې دي. دوی وايي، د طبیعي پېښو له امله چې په تېرو کلونو کې ښوونځي یې زیانمن کړي، تر اوسه‌یې ودانۍ بیا نه دي رغول شوې. دغه زده‌کوونکې هم دامنیتي دلایلو له امله نه غواړي چې هویت یا انځور یې رسنیز شي.

یوه زده کوونکې آمو ته وویل: «ښوونځي ته تللو، انجونو موږ ته درس راکاوه. زموږ ښوونځۍ ویجاړ شو. اوس ښوونځۍ نشته. موږ نجونې چې پاتې یوو، موږ سره هېڅ مرسته و نه شوه، نه مرسته او نه هم موږ ته رسېدنه وشوه.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه تازه راپور کې اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د پراختیا صندوق، د اسلامي پراختیا بانک او د افغانستان د بشردوستانه اماني صندوق په مالي ملاتړ، په هرات او بادغیس ولایتونو کې د اته ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې دي. دا پروژه د ۲.۷۵ میلیون امریکايي ډالرو په مالي ارزښت سره تطبیقېږي، او ټاکل شوې چې د لوېدیځ زون نږدې څلور زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازی، تاج‌الدین اویوالی، وايي: «موږ په افغانستان او نورو سیمو کې لیدلي، چې زلزلو او طبیعي پېښو څنګه د ماشومانو زده‌کړې، له خنډ سره مخ کړي دي. د دې نوې بودیجې په مرسته، هیله لرو چې ماشومان وکولای شي تر څو په خوندي ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.»

طالبانو تراوسه د اجباري پوښښ پر مسئلې کوم تازه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي وو، چې د زده‌کوونکو او ښوونکو د جامو بدلون د دوی په تعبیر، د «نظم او انضباط رامنځته کولو» لپاره شوی دی.

خو له دې ټولو سره ، اوس هم له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د طالبانو د بندیز له امله له زده‌کړو محرومې دي. که دا بندیزونه دوام ومومي، د رسمي شمېرنو له مخې خبرداری ورکړل شوی، چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به تر څلورو میلیونو زیاتې نجونې له زده‌کړې بې‌برخې پاتې شي. د بشري حقونو فعالان او هغه ادارې چې د زده‌کړو په برخه کې کار کوي، له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.