ساینس او ټکنالوژي

نت‌ بلاکس: ایران له نړیوال انټرنټ څخه له تېرو ۳۶ ساعتونو راهیسې پرې شوی دی

د «نت‌ بلاکس» په نوم نړیوالې ډلې، چې د انټرنټي بندیزونو څارنه کوي، ویلي دي چې نړیوال انټرنټ ته د ایران اتصال له ۳۶ ساعتونو ډېر وخت لپاره پرې شوی دی.

یادې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې راپور ورکړی، چې د کاروونکو لاسرسی ډېر محدود و او یوازې یو شمېر محدود کسان وتوانېدل چې د خصوصي مجازی شبکو له لارې انټرنټ ته وصل شي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د نټ بلاکس د څېړنو مشر، ایسیک ماتر، په یوه ایمېل کې ویلي: «د انټرنټ دا بندیز له هغو ډېرو مواردو شدید دی چې موږ مخکې په ایران کې لیدلي دي، او دا لومړی ځل دی چې دا ډول بندیز د داخلي اعتراضونو سره نه، بلکې په بله شرایطو کې عملي کېږي.»

هغه زیاته کړې چې ایران پخوا هم د داخلي اعتراضونو د ځپلو لپاره انټرنټ بند کړی دی؛ لکه څنګه چې په نومبر ۲۰۱۹ کې نږدې یوه اونۍ انټرنټ په ټول هېواد کې قطع شو. خو دا ځل چارواکو دلیل دا وړاندې کړی چې ګواکې دوی غواړي له دې لارې د اسرائیل له خوا د انټرنټ له پوځي استفادې مخنیوی وکړي.

ایسیک ماتر ویلي: «د دې بندیز اصلي پایله واضحه ده: خلک نشي کولای د جګړو او شخړو حالات تعقیب کړي، او هر ډول معلومات چې دوی ته رسېږي، هغه هم د حکومتي ادارو له‌خوا فلټر شوي وي.»

هغه همداراز خبرداری ورکړی چې له نړۍ سره د اړیکو پرې کېدو اقتصادي او ټولنیز اغېزونه ساعت په ساعت زیاتېږي او دا ستونزې به د وخت په تېرېدو لا پسې ډېرې شي.