منځنی ختیځ

بریټانیا د خپل بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو کورنۍ له اسراییله ایستلي دي

د بریټانیا د بهرنیو وزارت ویلي، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې له امله د جدي ګواښونو له کبله یې په اسراییلو کې د خپل سفارت او کونسلګرۍ د کارکوونکو د کورنۍ غړي په موقتي توګه ایستلي دي.

د الجزیرې راپور له مخې، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لپاره د سفر د مشورو پاڼه کې لیکلي: «په تل‌ابیب کې د بریټانیا د سفارت او په بیت‌المقدس کې د بریټانیا د کونسلګرۍ د کارکوونکو کورنۍ د احتیاطي اقدام په توګه په موقتي ډول ایستل شوي دي.»

دغه وزارت زیاته کړې: «سفارت او کونسلګري خپلې مهمې چارې، چې پکې بریټانوي وګړو ته خدمتونه هم شامل دي، دوام ورکوي.»

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی چې ایران له تېرې جمعې راهیسې تر اوسه له ۴۰۰ زیات توغندي او سلګونه بې‌پېلوټه الوتکې (ډرونونه) د اسراییلو پر لور توغولي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د اسراییلو په ګوټ ګوټ کې ۴۰ بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي، او تر دې دمه شاوخوا ۱۹ زره د زیان اوښتو قضیې د دې هېواد مالیې ادارې ته سپارل شوې دي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر همداراز ویلي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۴ کسان په اسراییلو کې وژل شوي، چې له ۸۰۰ زیات ټپیان، او له ۳زره او ۸۰۰ زیات کسان له خپلو کورونو څخه بې‌ځایه شوي دي.