د سيانان د راپور له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی چې ایران له تېرې جمعې راهیسې تر اوسه له ۴۰۰ زیات توغندي او سلګونه بېپېلوټه الوتکې (ډرونونه) د اسراییلو پر لور توغولي دي.
د راپور له مخې، دغه بریدونه د اسراییلو په ګوټ ګوټ کې ۴۰ بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي، او تر دې دمه شاوخوا ۱۹ زره د زیان اوښتو قضیې د دې هېواد مالیې ادارې ته سپارل شوې دي.
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر همداراز ویلي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۴ کسان په اسراییلو کې وژل شوي، چې له ۸۰۰ زیات ټپیان، او له ۳زره او ۸۰۰ زیات کسان له خپلو کورونو څخه بېځایه شوي دي.
له بلې خوا، ایراني چارواکي وایي چې د جمعې له ورځې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۲۲۴ کسان په ایران کې وژل شوي دي.