افغانستان

یونیسف: افغانستان د ماشومانو د خوړو د فقر له پلوه د نړۍ څلورم اغېزمن هېواد ګڼل کيږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا «یونیسف»؛ د افغانستان د ماشومانو د خوړو له فقر سره د مبارزې لپاره، د یوه نوي نوښت له پیل څخه خبر ورکوي.

د دې ادارې په وینا، ۹۰ سلنه کوچني ماشومان په افغانستان کې د خوړو له فقر سره مخ دي او پاتې نور یې د خوړو له شدید فقر څخه رنځ وړي. یونیسف زیاتوي چې افغانستان اوس د ماشومانو د خوړو د شدید فقر له پلوه د نړۍ څلورم هېواد ګرځېدلی دی.

ورته مهال، په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د مناسبو خوړو د نشتوالي له امله، د دوی ماشومان له ناروغیو او خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې راپور پر بنسټ، تر پنځو کلونو کم عمره میلیونونه ماشومان ، له کافي او مغذي خوړو بې‌برخې دي، او ډېر یې له حادې خوارځواکۍ، د مرګ له خطر، د وزن له کموالي، د قد له ټيټوالي او د ودې له ځنډ سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو د فقر احصایه:
۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان د وزن له کموالي سره مخ دي؛
• ۱.۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له خطر سره مخ دي؛
• ۲.۱ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوړو له فقر سره مخ دي؛
• ۱.۲ میلیونه ماشومان د خوړو له شدید فقر سره مخ دي؛
• ۳۳ سلنه ماشومان د قد له لنډوالي او د ودې له ځنډ سره مخ دي.

افغانستان کې د یونیسف استازی تاج‌الدین اویوالي، د ماشومانو د خوړو فقر «د خاموشه رنځ ناورین» بللی او ټینګار یې کړی چې نیمایي ماشومان د ځوارځواکۍ او مرګ له خطر سره مخ دي، او د دې ناورین د کنټرول لپاره باید د ماشومانو پر خوراکي رژیم تمرکز وشي.

په افغانستان کې د یونیسف استازی، تاج‌الدین اویوالي، وايي: «دا د خاموشه رنځ یو ناورین دی. ماشومان په افغانستان کې نه یوازې له خوارځواکۍ سره مخ دي، بلکې له لومړنیو اړتیاوو چې د ودې او پرمختګ لپاره اړین دي، هم محروم پاتې دي.»

ورته مهال، یونیسف د بریتانیا د حکومت په ملاتړ، د بهرنيو چارو، نړیوالې پراختیا او د ګډو هېوادونو د دفتر له لارې، په افغانستان کې یو لوی او څو بُعدي پروګرام پیل کړی دی چې “د افغانستان لومړني خواړه” نومېږي. دا نوښت د دې لپاره طرحه شوی چې د ماشومانو د تغذیې او د خوړو په سیسټمونو کې اصلاح راولي او د تر دوو کلونو کم‌عمره ماشومانو خوړو رژیم ته وده ورکړي. له بلې خوا، یو شمېر کورنۍ وايي چې د فقر او اقتصادي ستونزو له امله، د خپلو ماشومانو لپاره د متنوعو او مغذي خوړو برابرولو وس نه لري.

د فراه ولایت اوسېدونکې، سهیلا، وايي: «پخوا مې په یوه اداره کې کار کاوه، میاشتنی معاش مې ۱۶ زره افغانۍ و، خو اوس د حکومت له پرېکړې وروسته بې‌کاره شوم. زه د کور یوازینۍ سرپرسته وم، مېړه مې ناروغ دی، پنځه کلن ماشوم مې د خوارځواکۍ ښکار شوی، مناسب خواړه هم نه‌لرو. د خپلو اولادونو پر وړاندې شرمنده یم. اولادونه مې زموږ د سترګو لاندې د لوږې له امله مري. نه مرستې شته، نه کار.»

د غور ولایت اوسېدونکې، سبزه ګل، وايي: «یو ماشوم مې او یو د ورور زوی مې په خوارځواکۍ اخته شوې دي. د ورور زوی مې له لاسه ورکړ، زما ماشوم ناروغ دی. د دوا، ډاکټر او خوړو پیسې نه ‌لرو. په مزدورۍ څه نه کېږي، مرستې هم نه ‌شته، خلک یو له بله بدتره په بد اقتصادي وضعیت کې دي ، څوک یو بل ته رسیدګي نشي کولای.»

په داسې حال کې چې د افغانستان په ماشومانو کې د خوارځواکي د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، د ملګرو ملتونو ادارو مخکې په یوه ګډ راپور کې د ماشومانو او میندو د تغذیې د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو له ډلې دی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه لري.