د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپایي ټولنې په کوربهتوب؛ د لوړپوړو چارواکو د ناستې دویمه ورځ ترسره شوه.
د دې ناستې په دویمه ورځ، د اروپايي ټولنې یوې کمېشنرې وویل، چې د افغانستان لپاره باید یو موټی او څو اړخیزه لیدلوری غوره شي، چې په ترڅ کې یې باید د پراخ بنسټه حکومتولۍ او له طالبانو سره د تعامل پر لور ګامونه پورته شي.
که څه هم اروپایي ټولنې، پخوا د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو دا لومړی ځل دی چې دا ټولنه د « پراخ بنسټه حکومتولۍ » یا ټولشموله ادارې اصطلاح کاروي. تر اوسه یوازې اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري ناورین د مدیریت لپاره د سل میلیونه امریکایي ډالرو نورې مرستې ژمنه کړې؛ خو تر دې دمه، نه امریکا او نه هم د غونډې نورو ګډونوالو هېوادونو د مرستې کومه نوې ژمنه کړې ده.
په دې ناسته کې د اروپایي هېوادونو، امریکا، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و؛ همداراز، د یوناما، ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو، د افغانستان د مدني ټولنې استازو او د ښځو استازو هم برخه لرله. د اروپایي ټولنې کمېشنرې، حجه لحبیب، په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان امنیت او ثبات له سیمهییز او اروپایي امنیت سره مستقیم تړاو لري.
نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان د سولې، او د بشري کړکېچ د حل لپاره یو ګډ، همغږي او څو اړخیز دریځ ته اړتیا ده؛ داسې دریځ چې د پراخ بنسټه حکومتولۍ او له طالبانو سره د تعامل پر لوري حرکت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې، پخوا له افغانستان څخه د «ټول شموله دولته د جوړښت» غوښتنه کوله، خو په دې ناسته کې دا دریځ د « پراخ بنسټه حکومتولۍ » یا ټولشموله ادارې اصطلاح ته اوښتې ده.
د اروپایي ټولنې کمېشنره، حجه لحبیب، وايي: «اوس مهال نږدې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. او له دغو ۲۳ میلیونو کسانو څخه هر یو یې، یو انسان دی، چې نوم، کورنۍ او ځانګړې کیسه لري. موږ باید خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یااوچا هم د لوړپوړو چارواکو له ناستې څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د ماتېدونکي بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره باید ګډ او عاجل اقدامات وشي. اوچا ویلي، له یوې خوا د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګول شوې پراخېدونکې محدودیتونه د بېوزلۍ او خطرونو کچه لوړه کړې، او له بلې خوا افغانستان ته د نړیوالو مرستو کمښت، بشري وضعیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
دا اداره وايي، د بودیجې د کمښت له امله سلګونه روغتیایي او خدماتي مرکزونه تړل شوي، او میلیونونه کسان، په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان، له ژوند ژغورونکو مرستو بېبرخې شوي دي. اوچا زیاتوي، که څه هم د میلادي کال نیمایي ته رسېدلي دي، خو له سل سلنې څخه یوازې ۱۸ سلنه بودیجه چې د افغانستان د بشري کړکېچ د رسیدنې لپاره اړتیا ده، تر دې دمه برابر شوې ده.
د اروپایي ټولنې ویاند، انور العنوني، وایي: «دا خبرې د سیاسي تحولاتو، بشري ننګونو، او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو پر ملاتړ تمرکز کوي؛ هم د افغانستان دننه او هم په ګاونډیو هېوادونو کې. په دې ناسته کې د مدني ټولنې استازي، په ځانګړي ډول ښځې، ګډون لري.»
د لوړپوړو چارواکو د ناستې لومړۍ ورځ، د افغانستان پر بشري ناورین متمرکزه وه، خو نن چې د ناستې دویمه ورځ ده، د افغانستان سیاسي تحولاتو ته هم پاملرنه شوې ده.
دا ارزونه له داسې حالاتو سره هممهاله ده چې د یوناما سیاسي مرستیال په ناسته کې ګډون لري، او دا اداره دا مهال د «موزاییک طرحې» پر سلا مشورو بوخته ده؛ هغه طرحه چې موخه یې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل چوکاټ جوړول دي.
په دې طرحه کې، چې یو شمېر مهم بندونه لري، حتا د طالبانو د دیپلوماتیک رسمیت پېژندنې موضوع هم د شپږو اساسي مواردو له ډلې یوه ده.