د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د بشري حقونو په ۵۹ پړاو غونډه کې، چې په جینوا کې ترسره شوه، ویلي، کله چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کېږي، اصلي ذینفعان باید د افغانستان خلک وي، په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او ځوانان، که د هېواد دننه وي او که په جلاوطنۍ کې.
نوموړي وویل: «زه پوښتنه کوم: کله چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کېږي، اصلي ذینفعان څوک دي؟ ځواب دا دی – او باید همداسې وي – د افغانستان خلک، په شمول د ښځو، نجونو او ځوانانو، د دوی له ټولو تنوع سره، که په داخل کې وي او که په تبعید کې. همدوی به یو داسې هېواد جوړ کړي چې پراخ، برابر او باثباته وي.»
هغه زیاته کړه چې آیا نړیواله ټولنه له هغو ټولو وسایلو څخه چې په واک کې لري، د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره کار اخلي؟
بینټ وویل: «آیا نړیواله ټولنه د هغه حالت د تدریجي عادي کېدو په وړاندې غبرګون ښودلی چې له هېڅ پرمختګ پرته روان دی؟ آیا د طالبانو سیسټماټیک ظلم او سرکوب يې ننګولی دی؟»
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک وايي، چې په افغانستان کې طالبان لا هم هڅه کوي، چې ښځې له ټولنې څخه حذف کړي. هغه د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ۵۹ پړاو غونډې ته وویل: «هغوی [ښځو] ته حتی اجازه نه ورکول کېږي چې له کوره بهر لاړې شي یا یې غږ واورېدل شي. هغوی د نجونو لپاره لوړې زده کړې هم بندې کړي دي.