سوداګري

د هېواد پر صنعتکارانو د سیاسي وضعیت منفي اغېزه

واک ته د طالبانو له رسېدو د یو کال په تېرېدو سره د سیاسي، کلتوري او هنري ننګونو ترڅنګ روانو شرایطو د صنعتکارانو پر وضعیت ناوړه اغېزې کړې او ډېری د خپلو کارخونو تړلو ته اړ شوي دي.

یو له صنعتکارانو چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي چې اوسني وضعیت یې پر کاروبار زیاته اغېزه کړې ده او د هغه د مالوماتو له مخې هره ورځ له ۲ تر ۳ تولیدي کارخونې د بېلابېلو ننګونو له امله تړل کېږي.

هغه په دوام کې وویل: «په ټوله کې د خلکو د پېرلو وس کم شوی دی. د برېښنا د بیې لوړېدل، د خلکو د پېرلو وس کموالی، د خامو موادو د بیو لوړېدل او د دوامداره برېښنا نشتون زموږ ستونزې زیاتې کړې دي.»

دغه صنعتکار چې په کابل کې فعالیت کوي په دوام کې یې وویل چې دولت باید زموږ وضعیت ته پام وکړي. په اوسنۍ اداره کې (د طالبانو اداره) تجربه لرونکي او مسلکي کسان نشته چې ستونزې ورسره مطرح کړو او که وي هم ډېر کم دي او د صنعتکارانو ستونزې د تل لپاره نه شي اوارولای. تر څو چې پر هېواد لګېدلي بندیزونو له منځه ولاړ نه شي او بانکي محدودیتونه لیري نه شي موږ به د کارخونو د تړلو شاهد وو.

د صنعتکارانو اتحادیې رییس عبدالجبار صافی وایي: «په ټوله کې په ټول افغانستان کې په کوچنۍ، منځنۍ او لویې سطحې کابو څلور زره فابریکې فعالیت کوي او موږ د کورنیو تولیداتو له لارې خپلې وړتیاوې پوره کولای شو.»

اقتصادي موضوعګانې لکه زنځیر له یو بل سره تړلې دي او بازار او تولید له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري. هېواد کې د صنعت حوزې فعالان وایي چې که د کارخونو د خاوندانو مالي وړتیا ښکته شي د هغوی پر فعالیت هم منفي اغېزه کوي او کېدای شي د تولید زنځیر مات شي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر زیاتوي: «که داسې حالت دوام وکړي وزګاري زیاتېږي او بیې لوړېږي. په پایله کې د سوداګرۍ، پانګونې، د خدماتو د وړاندې کولو د تولید بهیر او نور موارد له منځه ځي چې کولای شي اقتصادي سکتور ته لویه ضربه ووسي.»

د طالبانو ادارې له واکمنېدو سره د هېواد د صنعت برخې ته ډېر زیان رسېدلی دی. د اقتصادي چارو کارپوهان د سیاسي بدلونونو ترڅنګ پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو له خوا د هېواد پر اقتصادي شرایطو لګېدلي محدودیتونه او د امریکا له خوا د افغانستان بانک د پیسو کنګل پاتې کېدل په افغانستان کې د صنعت د شته وضعیت اصلي لاملونه ګڼي.