سیاست

حامد کرزي او عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي

پخواني ولسمشر، حامد کرزي او د مصالحه عالی شورا پخواني مشر، عبدالله عبدالله او د هېواد ځینو نورو سیاسي څېرو پر ایران د اسراییلو بریدیونه غندلي دي.

ښاغلي کرزي په خپل اکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دغه بریدیونه له نړیوالو اصولو او موازینو سره په ښکاره تضاد کې بولي او په کلکه یې غندي.

هغه ویلي، ایران د افغانستان نېک ګاونډی هېواد دی، چې له افغان ولس سره تاریخي او فرهنګي ګډ ارزښتونه لري او تل یې د افغانستان له خلکو سره خواخوږي او ملاتړ کړی دی.

همدا راز، عبدالله عبدالله ویلي، چې د ایران پر خاوره «ښکاره او ناقانونه تېری» په سختو ټکو کې غندي.

هغه زیاته کړې: «دغه دښمنانه عمل نه‌ یوازې د ټولو نړیوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د دغه رژیم د ترهګریزې او توسعې‌ غوښتونکې تګلارې څرګند ښکارندوی هم دی.»

د اسراییلو پوځ د جمعې سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر یو شمېر برخو هوایي  بریدونه وکړل. اسراییلي چارواکو ویلي، چې په دې بریدونو کې لسګونه هدفونه، د ایران اټومي تأسیسات، لوړپوړي نظامي چارواکي او اټومي ساینسپوهان په نښه شوي دي.