د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا لوړپوړی غړی، محمد محقق له آمو سره په مرکه کې ویلي دي، چې ډېر ژر به د دې شورا یو پلاوی د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه، د خبرو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.
ښاغلی محقق ټینګار کوي، چې دغه سفر باید له سیاسي مسائلو سره غوټه نه شي، ځکه په خبره یې د دې سفر اصلي موخه، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده.
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د ښاغلي محقق په مشرۍ د مقاومت عالي شورا پنځه کسیز پلاوی ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی وو.