ښځې

یو شمېر ښځو له ډېرو محدودیتونو سره سره لا هم خپلو هڅو لاس نه دی اخیستی

د ښځو پر وړاندې له ډېرو محدودیتونو سره سره، لا هم یو شمېر ښځو له خپلو هڅو لاس نه دی اخیستی. صادقه صادقیار، چې په هرات کې یې د ښځو لپاره یو کوچنی کارخونه جوړه کړې، دا مهال لس ښځې پکې د مېوې د چپس د تولید په برخه کې، په کار بوختې دي.

هغه د صادراتو د بندېدو، د نندارتونونو د نشتوالي او د ښځینه صنعت‌کارانو پر وړاندې له بې غورۍ شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو له راتګ مخکې یې ترکیې ته صادرات درلودل، خو اوس یوازې د هرات په بازارونو کې خپل تولید شوي توکي پلوري.

د ښځو لپاره دغه کوچنۍ کارخونه، پنځه کاله مخکې د صادقه صادقیار له‌خوا جوړه شوه، هغه کارخونه، چې اوس مهال شا او خوا لس نورې ښځې پکې په کار بوختې دي. په دې کارخونه کې لومړۍ تازه مېوه وچېږي او بیا د مېوې چپس ترې تولیدېږي. د نندارتونونو نشتوالی، د صادراتو بندېدل، او د ښځینه سوداګرو لپاره د ملاتړ نشتوالی د دې او ورته نورو کارخونو پر وړاندې له مهمو او جدي ننګونو څخه بلل کېږي. مېرمن صادقیار وایي، چې د تېر حکومت پر مهال یې، خپل د کارخوني تولید شوي توکي ترکیې ته هم صادرول، خو د طالبانو له راتګ سره دغه فرصت له منځه تللی او اوس ‌یې یوازې د هرات بازارونو ته تولیدوي.

په دې کارخونه کې داسې انجونې هم په کار بوختې دي، چې له زده‌کړو محرومې پاتې شوې دي او له ناچارۍ یې کار ته مخه کړې ده.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د نورو محدودیتونو ترڅنګ، د ښځو سوداګریز فعالیتونه هم تر پخوا ډېر محدود شوي دي. ښځو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې په یوازې توګه خپل تولیدات بهر ته صادر کړي، بلکې اړې دي چې له ځان سره شرعي محرم ولري.

د ښځینه سوداګرو په وینا، دغه کار، د صادراتو بهیر ورته ډېر ستونزمن کړی او د دوی اقتصادي فعالیتونه یې په څ رګنده توګه کمزوري کړي دي.