بشري حقوق ښځې

کندهار کې يو کس خپله مېرمن حلاله کړې ده

د کندهار ښار

له کندهار ولایت څخه سيمه ایزي سرچينې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت د مرکز کندهار د پنځلسمي ناحیې یوه اوسېدونکي تېره ورځ په خپل کور کې له شخړي وروسته خپله مېرمن لومړی وهلې او وروسته یې د قربانۍ په چاړه حلاله کړې ده.

د پېښي له سيمی سرچينې وایي د فضل جان په نوم کس له زياتي مودې راهيسې له خپلي ۲۶ کلني مېرمنی سره، چې درې اولادونه يې لرل، ناسم ژوند درلود و تل به يې وهله او ټکوله.

د سرچینو په وینا، فضل جان له پېښي وروسته له سيمي تښتېدلی، خو خپلو ګاونډيانو په مرسته په کندهار کې د طالبانو د جنایي پوليسو له لوري نیول شوی دی.

د کندهار په امنې قومندانۍ کې يوې سرچينې ویلی، نوموړي په لومړنیو پلټنو کې منلې، چې خپل مېرمن يې د کورنۍ جنجال له امله لومړی تر مرګ کچي وهلي او وروسته یې حلاله کړې ده.