سرچینو آمو ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، پر طالب غړو د کمرهلرونکو موبایلونو کارولو بند کړي دي.
د طالبانو یوې نږدې سرچینې په وینا، هبتالله اخوندزاده دا امر د لوی اختر په ورځو کې د طالبانو له والیانو او یو شمېر وزیرانو سره د لیدنو پر مهال ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې له دې وروسته له کمره لرونکو موبایلونو څخه کار وانخلي.
یوه سرچینه وایي، چې د طالبانو مشر له خپلو سیمهییزو قوماندانانو او مسئولینو څخه په جدي توګه غوښتي چې د ده له احکامو څخه پوره اطاعت وکړي.
د طالبانو د غړو لپاره استول شویو رسمي غږیزو پیغامونو کې هم د کمرهلرونکو موبایلونو د کارونې بندیز تایید شوی دی.
که څه هم طالبان مخکې هم خپلو غړو ته د نوې ټکنالوژۍ په کارولو محدودیتونه لګولي وو، خو دا ځل داسې ښکاري چې د طالبانو د مشر دا نوی امر یو امنیتي رنګ لري او د اطلاعاتو او انځورونو د افشا کېدو له وېرې ورکړل شوی دی.