د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

لانگ‌وار ژورنال: د ملا عمر د مړینې د پټ ساتلو له امله رامنځته شوی اختلاف د داعش خراسان د راټوکېدو لامل شو

د طالبان پخوانی مشر، ملا اختر محمد منصور.

لانگ‌وار ژورنال په یوه تازه راپور کې، چې د طالبانو د پخواني مشر، اختر محمد منصور د وژل کېدو له نهمې کلیزې سره هم‌مهاله خپور شوی، ویلي چې د طالبانو د رهبري شورا له خوا د طالبانو د بنسټ‌ايښودونکي، ملا عمر د مړینې پټ ساتل د دغه ډلې دننه ژور اختلافونه رامنځته کړل، چې په پایله کې يې د داعش خراسان څانګې د راڅرګندېدو زمینه یې برابره کړه.

د دغې خپرونې په وینا، طالبانو د مې په ۲۲مه نېټه په خپل رسمي ویب‌سایټ «الامارت» کې د یو بیان له لارې اختر محمد منصور ته د «زړورتیا او بصیرت شهید» لقب ورکړی دی.

خو لانگ‌وار ژورنال لیکلي چې اختر محمد منصور، تر دې چې د ملا عمر مړینه په ۲۰۱۳ کال کې شوې وه، دوه کاله دغه حقیقت د طالبانو له قوماندانانو پټ وساته او د ملا عمر په نوم یې فتواوې او بیانیې خپرولې.

راپور زیاتوي، دغه «فریب» د اختر محمد منصور د مشرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او د طالبانو د بانفوذه څېرو لکه د ملا عمر ورور، زوی یعقوب مجاهد، د ملا دادالله کورنۍ او نورو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

په راپور کې راغلي چې د ملا عمر د مړینې تر اعلان وروسته، د طالبانو ځینو ډلو د لنډې مودې لپاره له اختر محمد منصور سره د بیعت کولو څخه ډډه وکړه او دننه اختلافات زیات شول. د خپرونې په وینا، همدغه اختلافونه د طالبانو له منځه د ځینو ډلو د بېلېدو لامل شول.

د راپور له مخې، د ازبکستان اسلامي حرکت نږدې نیمايي غړو، د افغانستان او پاکستان ځینې ناراض طالبان او د القاعده ځینې غړي له طالبانو بېل شول او د داعش خراسان څانګه یې جوړه کړه؛ هغه ډله چې تر ننه پورې د طالبانو لپاره په افغانستان کې «تر ټولو خطرناک سیال» پاتې شوې ده.

ملا اختر محمد منصور چې د ملا عمر له مړینې وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو مشري خپله کړه، په مې ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان او ایران تر منځ د سفر پر مهال د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

لانگ‌وار ژورنال لیکلي، سره له دې چې د هغه وژل د طالبانو لپاره یو تاکتیکي ضربه وه، خو ونه توانېد چې د هغوی پوځي پرمختګونه وځنډوي.

طالبانو له وړاندې په هغه بیان کې چې د اختر محمد منصور د مړینې د کلیزې په تړاو خپور کړی، هغه داسې یو شخصیت بللی چې د طالبانو «یووالي»، «فتوحاتو پراختیا»، «له ځواک څخه د ډیپلوماسۍ» او «په رهبرۍ کې ثبات» یې رامنځته کړی و.

خو د لانگ‌وار ژورنال په وینا، د ملا عمر د مړینې د پټ ساتلو په قضیه کې د منصور رول لا هم د طالبانو د معاصر تاریخ یو تور ټکی ګڼل کېږي.