سیاست

سرچینه: د اسلو فورم تازه پړاو سبا پیلیږي

یوې لوړ پوړي لویدیځې ډیپلوماټیکې سرچینې آمو ته ویلي، چې د اسلو فورم تازه پړاو، سبا (چهارشنبه د جون په یوولسمه) پيلېږي خو تر اوسه روښانه نه ده، چې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوی به هم ګډون وکړي او که نه.

له دې مخکې دوه لوړپوړو لویدیځو ډیپلوماټيکو سرچینو آمو ته منلې وه، چې د افغانستان موضوع به د دې فورم اصلي محور وي.

اوس، سربېره پر دې، یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په اسلو فورم کې د ګډون په موخه، ناروې ته روان دی.

د اسلو فورم تازه پړاو ناسته به د دوه ورځو لپاره وي او د جون په یوولسمې او دولسمې ترسره کیږي. د هغو معلوماتو له مخې، چې د دې فورم په رسمي وېبپاڼه کې راغلې دي، د اسلو فورم ناسته تر ډېره یوه غیر رسنیزه ناسته ده، ځکه ویل شوي چې د دې ناستې موخه دا ده چې د لانجمنو مسایلو او شخړو د حل او سولې ته د رسېدو لپاره خوندي او محرم نظریات وړاندې شي.

د اسلو د مجمع په اعلامیې کې راغلي: «له ۲۰۰۳ کال راهیسې، د اسلو مجمع د نړیوالو مشرانو، منځګړو، د شخړو ښکېلو خواوو او کارپوهانو کوربه‌توب کړی، تر څو بحرانونه وڅېړي، له خبرو اترو ملاتړ وکړي او د سولې لارې ومومي. دا فورم د بشردوستانه خبرو د مرکز او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ګډ کوربه‌توب ترسره کېږي. د اسلو د مجمع ۲۱م پړاو په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو خنډونو پر وړاندې د منځګړیتوب  تر عنوان لاندې جوړه شوې وه.»

خو، د هغو جزيیاتو له مخې چې دوه لوړپوړو لویدیځو ډیپلوماټيکو سرچینو تېره اوونۍ آمو سره شریک کړي وو، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په «منځني کچه» د دوی یو پلاوی په ځینو هغو غونډو کې چې د «اسلو مجمع» تر چتر لاندې جوړې شوې وې، ګډون درلود. خو اوس دا نه ده روښانه چې طالبان به د اسلو د مجمع په دې نوې پړاو خبرو اترو کې برخه واخلي او که نه.

د بشري حقونو فعال، محمد عالم حکمت، وايي: «د خلکو تمه له دې غونډې روښانه ده؛ د بشري حقونو تأمین، د نجونو بېرته ښوونځیو ته ستنېدل، د ښځو د حقونو تضمین، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، او د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ ختمېدل. د افغانستان ښځې نن تر بل هر وخت زیات ملاتړ اړتیا لري.»

سربېره پر دې، یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم دغه ناسته کې د ګډون په موخه، اسلو ته ځي.

د ایران نیوانس د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د جون په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه اسلو ته سفر کوي، څو د «اسلو مجمع» په ۲۲مه دوره کې ګډون وکړي. د ایران نیوانس د راپور له مخې، دا سفر د دې نړیوالې ناستې په چوکاټ کې ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د «اسلو مجمع» رسمي وېب‌پاڼې تر اوسه د دې نوي پړاو د جوړېدو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي.