د طالبانو ویاند، له امو سره په خبرو کې، په کابل کې د داعش پر وړاندې د تېرې شپې نښته تایید کړه. د سرچینو ویلي، چې دغه نښته د کابل د پنځلسمې حوزې اړوند قصبه سیمه کې د نشه یي توکو ښارګوټي کې رامنځته شوې وه او طالب جنګیالیو په دغه نښته کې د داعش خراسان غړي په نښه کړې دي، خو د طالبانو ویاند د دغه پېښې په اړه له زیاتو جزییاتو ډډه کړې ده.
مجاهد ټینګار کوي، چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله او سازماني فعالیت نه لري، خو د دوی کمه اندازه حضور او فعالیت مني.
سیمهییزې سرچینې هم وايي، چې دغه نښتې څو ساعته دوام درلود، خو د امریکا د استخباراتو پخوانۍ غړې سارا آدامز بیا د دې پېښې په تړاو وايي، چې طالبانو د داعش تر نامه لاندې، د خپلو استخباراتو پر یوې پوستې جعلي عملیات پر لاره اچولې دي.
نوموړې زیاته کړې، طالبانو پر کوم کور چې برید کړی دی، په اصل کې د ذولفقار په نامه د طالبانو د استخباراتو د یوه ډلګي تر کنټرول لاندې وه.
د امریکا د استخباراتو پخوانۍ غړې، سارا آدامز، وايي: «موږ دا سیمه په ښه توګه پېژنو، د کابل د هوايي دګر پر دروازې د داعش خراسان له برید وروسته، دغه سیمه موږ ارزولې وه، اوس طالبان په دوحه کې له امریکا د ترهګرۍ د ځپلو تر نامه لاندې پيسې ترلاسه کوي.»
لیدل شوي چې په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې، په هېواد کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو او فعالیتونو هېڅ راپور نه دی خپور شوی، که څه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې چې د تېر کال له نوامبر میاشتې بیا د روان کال د جنورۍ تر پایه یې په پام کې نیولې وه، ویل شوي و چې د داعش خراسان څانګې خپلو مرګونو بریدونو ته دوام ورکړی وو.
دغه نښته داسې مهال کابل کې رامنځته کېږي، چې طالبانو له دې وړاندې په ځلونو ادعا کړې وه، چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی او هېڅ ډول حضور نه لري. طالبانو همداراز د نړۍ یو شمېر هېوادونه او بنسټونه په دې تورن کړي و، چې په افغانستان کې د داعش په اړه پروپاګند کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت: په تېرو نهه اونیو کې له ۲۰۰زره څخه زیاد افغان کډوال ایستل شوي
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې پاکستان د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې له ۲۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
بزنس ریکارډر د دغه وزارت د بیانې په حواله ویلي، چې د تېر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، کله چې د افغان تابعیت کارت لرونکو او همدارنګه د غیرقانوني او بېثبت بهرنیو وګړو د بیرته ستنولو بهیر پیل شو، تر اوسه ۱ میلیون او۱۰۰زرو او ۴۴۱ کسان ستانه شوي دي.
په بیانیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو، په ګډون د افغان وګړو ته، یو ځل بیا سپارښتنه کېږي، چې په خپله خوښه له هېواد څخه ووځي» او زیاته شوې چې ستنیدونکو ته په خپل هېواد کې په درناوي سره چلند کېږي.
بیانیه وايي، چې د ستنیدونکو بهرنیو وګړو لپاره د خوړو او روغتیايي خدمتونو ترتیبات دمخه برابر شوي دي.
وزارت خبرداری ورکړی چې «هغه کسان چې د بیرته ستنولو په بهیر کې خنډونه جوړوي، یا د غیرقانوني بهرنیو وګړو سره په کار، د ملکیت کرایه کولو، هوټلونو کې د ځای ورکولو یا په کاروبارونو کې لاس لري، د قوانینو له مخې به جدي چلند ورسره وشي.»
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼو پربنسټ په تېرو لسو ورځو کې (د غبرګولي ۱۰مې تر ۱۹مې) ایران او پاکستان ۶زره او ۳۲۵ افغان کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
د دې موندنو له مخې، په دې موده کې ۵زره او ۵۰۷ کورنۍ له ایران څخه او ۸۲۳ کورنۍ له پاکستانه، هم په اختیاري او هم په جبري توګه، افغانستان ته ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تر اوسه د وروستیو درې ورځو د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېرې نه دي خپرې کړې.