د افغانستان له شل کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې، د منځنۍ آسیا د اتلولۍ سیالیو لپاره خپله لومړۍ تمریني لوبه په تاجیکستان کې ترسره کړه.
ټاکل شوې چې دا سیالۍ سبا د تاجیکستان په کوربتوب پیل شي، او د افغانستان د ملي لوبډلې غړي او روزونکی وایي چې دوی دې سیالیو ته پوره چمتووالی نیولی او په لوړې روحیې سره به د لوبې میدان ته ووځي.
دغه ملي لوبغاړي وايي، چې د منځنۍ آسیا د اتلولۍ سیالیو لپاره چې د تاجیکستان په کوربه توب پیلېږي، چمتو شوي دي.
دوی وایي چې د دغو سیالیو لپاره پوره چمتوالۍ لري.
د افغانستان د ملي لوبډلې ګول ساتونکی، عبدالرحیم رسولی، وایي: «خپله لومړۍ تمریني لوبه مو د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې پیل او په ښه توګه یې پای ته ورسوله. له تخنیکي او تاکتیکي پلوه چمتو یوو، او انشاءالله د افغانستان لپاره به یوه ښه پایله او مډالونه راوړو.»
د ملي ټیم لوبغاړی، سهراب راتب، وايي: «له فزیکي، بدني او رواني پلوه ډېر ښه چمتو یوو. د راتلونکو سیالیو لپاره پیاوړي او ثابت قدمه یوو او د اتلولۍ لپاره لوبې کوو.»
په همدې حال کې، د افغانستان د ۲۰ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې روزونکی، وایي چې ملي لوبډلې له درې میاشتو راهیسې تمرینات کړي او د لوبغاړو روحیه لوړه ده.
د افغانستان له ۲۰ کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې روزونکی، احمد ضیا عظيمي، وايي: «اته یا نهه هغه لوبغاړي چې پخوا د ۱۷ کلنو په لوبډله کې وو او د کافا اتلان شوي، دوی ډېره لوړه انګېزه لري. تر څنګ یې نوي راغلي لوبغاړي هم ډېره ښه روحیه لري، په تمرینو کې یې فعال ګډون کړی، او اوس سیالیو ته چمتو دي.»
د منځنۍ آسیا د اتلولۍ دغه سیالۍ د افغانستان، ایران، قرغیزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجیکستان ترمنځ ترسره کېږي.
د کافا سیالیو د پچې اچونې مراسم به د سهشنبې په ورځ ترسره شي، څو لوبډلې خپل سیالان وپېژني.