رسنۍ

سرچینې: د ځوانانو راډیو خبریال له څلورو میاشتو راهیسې لاهم د طالبانو په بند کې دی

سرچینو آمو ته ویلي، چې د «ځوانان» راډیو یو خبریال لا هم د طالبانو د استخباراتو ادارې په بند کې دی. د دغې رسنۍ له تړل کېدو څلور میاشتې تېرې شوي دي.

«بیگم» او «ځوانان» راډیوګانې د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۱۶مه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا په کابل کې وتړل شوې. هماغه ورځ، د طالبانو وسله‌والو د دغو دواړو رسنیو پر دفترونو یرغل وکړ او یو شمېر کارکوونکي یې ونیول.

طالبانو د دغو رسنیو د تړلو لامل «د کاري جواز څخه ناوړه استفاده او له بهرنيو رسنيو سره همکاري» بللې وه. دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فبرورۍ په ۲۲مه اعلان وکړ چې دغو دوو رسنيو ته يې د بيا فعالیت اجازه ورکړې ده.

خو سرچينې وايي، چې د دغو رسنیو د دوو نیول شوي کارکوونکو څخه، يو لا هم د طالبانو د استخباراتو ادارې په بند کې دی، او سره له دې چې نېږدې ۱۴۰ ورځې تېرې شوې، د هغه د وضعيت په اړه هېڅ معلومات نشته.

د رسنیو ملاتړو بنسټونو مخکې له طالبانو غوښتي چې پر خبریالانو فشار پای ته ورسوي او د رسنیو محدودول بند کړي

 سره له دې، په وروستیو میاشتو کې د خبریالانو د نیولو او ګواښلو ګڼ شمېر پېښې د طالبانو د امنیتي بنسټونو له‌خوا راپور شوي دي.