د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه پر مهال ویلي دي، چې په هېواد کې تېر ۵۰ کاله جنګونه د عقیدې او مذهب پر سر تر سره شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو جنګونو له کبله د افغانستان خلک له فقر سره مخ دي. هغه همداراز له شتمنو خلکو وغوښتل، چې له فقیرانو سره مرسته وکړي.
هبتالله اخوندزاده ویلي، چې نړیوال د جهاد، اسلام او دین له نامه نفرت لري.
آخوندزاده وايي: «د افغانستان پر خلکو، پر هر کور باندې رحم او شفقت کول، دا پر هغه اصل مرکز باندې، چې د قبول د صدقې ځای دی، پر هغه باندې احسان کول دي. ځکه چې د افغانستان خلک په ټوله نړۍ کې مجاهدین دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو او پخواني حکومتونو د سرتېرو ترمنځ جګړه کې، لسګونهزره کسانو خپل ژوند بایللی دی.
د طالبانو مشر پر افغان وګړو امریکا ته د سفر محدودیتونه وغندل
د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه پر مهال په وینا کې، امریکا ته د افغان وګړو پر سفر بندیز او محدودیتونه وغندل.
ښاغلي اخوندزاده وویل: «امریکا پر خلکو باندې بندیز ولګاوه. زموږ ملک ته دې د ۱۲ هېوادنو خلک نه راځي، د افغانستان نه دې هم نه راځي. ولی؟ د افغانستان حکومت پر خلکو کنټرول نه لري. نو ظالمه! ستا دغه د بشریت سره دوستي ده.»
هبتالله اخوندزاده، همدارنګه پر امریکا او رسنیو سختې او جنجالي څرګندونې وکړې.
هغه امریکا «تر ټولو لوی ظالم» او «د فلسطیني مسلمانانو قاتل» وباله، او رسنۍ یې «د اسلامي ټولنو د تفرقې وسیله» بللې.
هغه وویل: «نن ځینې خلک د امریکا له دوستۍ خوښ دي او دا بریا ګڼي، خو تر ټولو لوی ظالم امریکا ده، د ټولو فلسطیني مسلمانانو قاتله امریکا ده.»
د طالبانو مشر د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا لګول شويو محدودیتونو دفاع وکړه او ادعا یې وکړه: «زه وم چې ښځو ته مې عزت ورکړ، عفت مې ورکړ، هغوی مې باحجابه کړې، فحاشي او بداخلاقي مې ختمه کړه. ته [امریکا ته په خطاب] څه دې وکړل؟ تا خو پرې وسلې نیولې، بمبار دې پرې وکړ، ماشومان دې د میندو په غیږو کې ووژل.»
اخوندزاده پر رسنیو او ټولنیزو شبکو هم برید وکړ او ویې ویل چې د اسلام دښمنان د مطبوعاتو له لارې د علماوو او خلکو ترمنځ اختلافات رامنځته کوي.
هغه علماوو ته هم خبرداری ورکړ چې له یو بل سره د مخالفت له څرګندولو ډډه وکړي.