افغانستان

سرچینې: د چمن-سپين بولدک پر لاره د ګرمې هوا او بیروبار له امله دوو تنو ژوند بایللی

په کندهار ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې تېره ورځ (جمعه، غبرګولي ۱۶مه) د چمن – سپین‌بولدک پر لار د شدیدې ګرمۍ او ګڼه ګوڼې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ښځې او ماشومان هم ناروغ شوي دي.

د سرچینو په وینا، د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د طالبانو کميسارۍ او پاکستاني لورو تر خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې ځيني هغه کسان، چې ناروغان، ښځي او ماشومان وي او ياهم یوې او بلي غاړی ته بند پاتي وي د دو ساعتونو لپاره د مازل په نوم لار باندي پر شناخته کارت او ویزه تګ راتګ وکړي.

د ژمنی لمخي باید یاده لاره پرون سهار لس بجې پرانیستل شوې وای، خو د پاکستاني لوري د نه چمتوالي له امله لار پر څه کم دولسو بجو خلاصه شوه، چې له امله یې ګرمي او ګڼه ګوڼه زياته وه.

سرچينو دا هم ویلي، چې د زياتي ګڼي ګوڼي له امله د ځينو کسانو ماشومان او مېرمنی هم ورکې شوي دي.

د مازل په نوم لار باندې بېړنی ناروغان د طالبانو او پاکستانی لارو پر ځانګړو اجازه کارتونو باندی تګ راتګ کوي.