په لوګر ولایت کې سرچینې امو ټلوزیون ته وايي، چې په دغه ولایت کې د لوی اختر په درشل کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د ځینو سلمانیو دوکانونه تړلي او یو شمېر ځوانان یې له ځان سره وړي دي.
سرچینو جمعه د غبرګولي په ۱۶مه وویل، چې د ږیرې د خریلو او ویښتانو جوړولو له کبله د امر بالعمروف لخوا سلمانۍ تړل شوي.
سرچینې زیاتوي، چې د امر بالعمروف محتسبین په لوګر ښار پل علم کې ګرځي او د سلمانیو څارنه کوي. هغه سلمانۍ چې پکې ږیرې خریل کېږي او ویښتان په ځینو سټایلونو جوړېږي، د یادو طالب محتسبینو لخوا مهرلاک او ځوانان يې وړل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر پرون راهیسې د کابل په ګډون په لسګونه نورو ولایتونو کې هم سلمانۍ مهرلاک شوي او ځوانان وړل شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.