سوداګري

په هرات کې د خراسي صنعت بازار ځوړتیا

که څه هم په دې وروستیو کې په هرات کې خراسي صنعت پيکه شوی؛ خو لا هم دا صنعت فعال دی او لږ شمېر وګړي په دغه کار بوخت دي.

خراس هغه ژرنده ده چې د اوښ، خره او اس په ځواک سره کار کوي او په یوه دستګاه سره د کنجد، بادام، پستې، چهارمغز او داسې نورو له دانو څخه غوړي تولیدي.

په هرات کې د دغه صنعت کارکوونکي وايي چې دا کار اوږده او لرغونې مخینه لري. یو وخت دغه صنعت په هرات کې ګڼ پلویان لرل؛ خو اوس لږ شمېر کسان دغه کار کوي.

دوی د خراسي صنعت د پیکه کېدو یو لامل له هېواده بهر ته د کنجدو د صادراتو له امله یې د بیې لوړېدل ګڼي.

د هرات اوسېدونکي عبدالجلیل فرباني له هغو لږ شمېر کسانو څخه دی چې لا هم په دغه کار بوخت دی. هغه وایي: «موږ له دې دستګاه څخه کنجد غوړي تولیدوو؛ خو له ترخو بادامو، پستې، د بنګو له تخم او هر ډول دانو چې غوړي ولري، کولای شو چې په دودیزه توګه غوړي تولید کړو. موږ د ورځې له ۱۵ تر ۲۰ کیلو کنجد غوړي تولیدوو.»

هغه زیاته کړه: «موږ خپل ځانګړي مشتریان لرو، هغه کسان چې د زړه ناروغي لري او ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې چې له کنجد غوړیو استفاده وکړي، زموږ اصلي مشتریان دي.»

د هرات اوسېدونکي خراسي لرغونی صنعت ګڼي چې له بده مرغه د حکومتونو د بې پامۍ له امله اوس د له منځه تلو په حال کې دی.

سلطان محمد مرادي چې په هرات کې نړۍ ته راغلی او ددې ښار اوسېدونکی دی د خراسي صنعت د مخینې په اړه وايي: «کله چې موږ ماشومان وو، له انقلاب مخکې په بازار کې کابو ۶۰ خراسان وو. خو له دې امله چې د کنجد بیه لوړه شوې او د مصرفوونکو عاید هم کم دی، اوسمهال په هرات کې له څلورو تر ۵ د خراسۍ دستګاوې پاتې دي.»

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مسوولین وايي چې په اختیارالدین کلا کې ددغه صنعت کارخونو ته ځانګړی جای ورکړ شوی چې په هغه تاریخي ځای کې کنجد تولیدېږي.

په هرات ولایت کې د خراسۍ صنعت څه د پاسه سل کلنه مخینه لري. په اوسني وخت کې په هرات ښار کې څلور د خراسۍ کارخونې فعالیت لري چې کنجد غوړي په دودیزه توګه تولیدوي او پلوري یې.