افغانستان

اقتصادي ستونزې او محدودیتونه؛ د لوی اختر په درشل کې د کابل او کندهار بازارونه سوړ شوي

د لوی اختر په درشل کې، له کابله تر کندهاره د اختر بازارونه هغومره تاوده نه دي لکه څنګه چې پخوا وو.

په پلازمینه کې د اختر ځینې میوې پلورونکي آمو ته وايي، چې سږکال د تیرو اخترونو په پرتله د وچو میوو بیه لوړه شوې، او له همدې امله د دوی کاروبار کم شوی دی.

کابل کې د لوی اختر په مناسب تیاری، خو تشو لاسونو او اقتصادي ننګونو په دې تیاریو جدي اغېز کړی دی. که څه هم د پلازمینې په اختریزو بازارونو کې د خلکو شتون یو څه رنګین دی، خو د اختر د میوو پلورونکو په وینا، د پیرود اندازه د تیرو اخترونو په پرتله کمه شوې ده.

طالبانو د سعودي عربستان پرخلاف، د شنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې،که څه هم د اختر لومړۍ ورځې ته له دوو ورځو څخه کمې پاتې دي، د اختر د میوو پلورونکي وايي چې د دوی کاروبار هغومره ښه نه دی لکه څنګه چې پخوا و.

په کابل ښار کې یو پلورونکی آمو ته وویل: «موږ وچې میوې لرو. سږ کال وچې میوې د تېر کال په پرتله ډیرې ګرانې دي. کاروبار کم دی. لا تر اوسه هیڅ پلور نشته.»

په کندهار کې هم ورته کیسې. د کندهار ځینې اوسیدونکي ټینګار کوي چې ډیری خلک د اقتصادي بې‌وزلۍ له امله د اختر لپاره اړین چمتووالی نشي نیولی.

خو ځینې کلچه پخوونکي په بشپړې لیوالتیا سره په کار بوخت دي او تمه لري چې وکولی شي خپل کاروبار ته نوې وده ورکړي.

تر دې مخکې هم ځینو هېوادوالو آمو ته ویلي وو، چې اقتصادي ننګونو د اختر لپاره د دوی چمتووالی په جدي توګه اغیزمن کړی، او ځینو یې ټینګار کاوه چې اختر په داسې حال کې راځي چې د دوی لاسونه تش دي.

سربېره پردې، ځینې نور، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ځواکونو د زیاتیدونکو پلټنو او محدودونکو اقداماتو په اړه اندیښنه لري او آمو ته وایي چې دې اقداماتو د اختر لپاره د خلکو چمتووالی ستونزمن او ننګونکی کړی دی.