کندهار کې د هبت الله اخوندزاده له دفتره د یوې سرچینې په شمول، درې سرچینو آمو ته ویلي، چې کندهار کې د منډیګک ماڼۍ امنیتي تدابیر، چې د طالبانو د مشر د لیدنو ځای بلل کېږي، څو چنده زیات او شدید شوي دي.
سرچینې همداراز ټینګار کوي چې د دې تدابیرو لامل، د «بېپیلوټه الوتکو» الوتنې دي. د هغو جزییاتو پر بنسټ چې سرچینو له آمو سره شریک کړي، یو شمېر هغه استوګنیزو کورونو هم چې د منډیګک ماڼۍ شا او خوا دي، د تخلیې امر ور ته شوی دی.
دا ماڼۍ دا مهال د طالبانو د مشر د لیدنو ځای دی. د سرچینو په وینا، دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې منډیګک ماڼۍ، کابل کې تر ارګ هم ډېر واک لري.