د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، ماری کبیر-سراج بیشاپینګ د قطر په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له ستازو سره د افغانستان اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په خپل اکسپاڼې لیکلي، چې دا خبرې اترې د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امریکایي بندیانو خوندي ستنولو، د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي او د مخدره موادو پر ضد اقداماتو په محور وڅرخېدې.
دغه سفارت په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز الخلیفی سره د آغلې بیشاپینګ د لیدنې تصویر په خپرولو سره ویلي، چې امریکا ویاړي چې قطر ورسره د امنیت، هوساینې او سیمهییز ثبات په ګډ مسیر کې یو با ارزښته او همکاره ملګری دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د واک ته د ډونالډ ټرمپ تر راستېندو وروسته، د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې پراخ بدلون په نظر رسیږي. تردې مخکې، امریکایي چارواکو به تر ډېره د ښځو د حقونو د نقضولو او محدودیتونو به نیوکه کوله او پر طالبانو به یي د لا ډېر فشار خبرداری ورکولو.
ماري کبير سراج بيشاپینګ، چې ۳۳ کلنه ده او د افغانستان د شاهي کورنۍ له غړو څخه ده، د ولسمشر ټرمپ لهخوا د افغانستان د چارو لپاره د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده.
په دې دنده کې، بيشاپینګ د جنوبي او منځنۍ آسيا د چارو د ادارې په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د امريکا پاليسۍ رهبري کوي.
دا د افغانستان په اړه د اغلې بیشاپیګ لومړنۍ لیدنې دي، هغه لیدنې چې د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو په اړه هیڅ څه نه دي ویل شوي.