د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) ۱۴ غړي وژل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په حواله راپور ورکړی، چې د جون میاشتې په دویمې او درېیمې نېټې، په شمالي وزیرستان کې د دغو وسلوالو مخالفینو په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د امنیتي ځواکونو لخوا نظامي عملیات تر سره شول.
د پاکستان و پوځ د مطبوعاتي څانګې په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي: «د عملیاتو پر مهال، پوځیانو د ترهګرو پر موقعیت برید وکړ، او د سختې نښتې وروسته، څوارلس د هند له خوا تمویل شوي خوارج دوزخ ته واستول شول.»
ددغې مطبوعاتی څانګې په وینا، تېره میاشت پاکستاني امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په پرلهپسې عملیاتو کې نهه ترهګر، چې له هند سره یې تړاو درلود، وژلي وو.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، چې د می په میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، پداسې حال کې چې د اپرېل په میاشت کې دا شمېر ۸۱ و.