افغانستان

د خپلو کورونو د ورانولو په وړاندې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې د اوسېدونکو اعتراض

اوولسمه ناحیه کې تخریب شوي کورونه

د طالبانو ادارې په رامنځته کېدو، کابل ښاروالۍ یو لړ بدلونونه پیل کړي چې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند کورونو تخریب یې یوه برخه ده.

د دې سیمې اوسېدونکي وایي چې څه د پاسه شل کاله کېږي چې په دې کورونو کې اوسېږي او اوس اړ دي خپل کورونه خالي کړي؛ ځکه دا کورونه د کابل ښاروالۍ له خوا نړول کېږي.

ټاکل شوې د دې سیمې د کورونو په تخریب سره سړک پراخ شي او د اوولسمې ناحیې د لارې ګنه ګوڼه چې خلک یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي، ستونزې یې حل شي. اوس کابل ښاروالۍ دا کورونه نړولي او خلک یې بې کوره شوي چې له ګڼو ناخوالو سره مخ دي.

دوی وايي چې کابل ښاروالۍ دوی ته ځای ناستې طرحه نه ده وړاندې کړې او په دې هکله یې ورسره مرسته نه ده کړې.

د خیرخانې کوتل د چینې سیمې اوسېدونکی محمد عارف په دې اړه وايي چې کابل ښاروالۍ په خپله وېبپاڼه دوی ته یوه میاشت وخت ورکړی ترڅو خپل کورونه خالي کړي. تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې یوازې یې د رسنیو له لارې اورېدلي چې کابل ښاروالۍ ویلي، د کورونو د نړولو پیسې به ورکړي.

هغه دوام ورکړ: «هېڅ روښانه نه ده کله به سړک جوړ شي؛ خو موږ د کورونو تخریبول پیل کړي دي.»

په همدې حال کې د خیرخانې کوتل اوسېدونکی احمد یو بل له هغو کسانو دی، چې کور یې تخریب شوی دی او وایي: «زه غاصب نه یم دا ځمکه مې نه ده غصب کړې؛ بلکې له یوه کس څخه مې پېرلې ده او دولت ته مې مالیه ورکړې ده. زموږ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او د اوسېدو ځای او ان د کرایې ورکولو پیسې نه لرو او بېځایه یو.»

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی په دې اړه وایي چې د دغې ناحیې لپاره د کابل ښاروالي ۱۰ ورځې وخت ورکړی ترڅو خپل کورونه خالي کړي؛ ځکه ټاکل شوې دغه واټ د کابل تر شمال پورې جوړ شي.

هغه پر دې په ټینګار سره چې دغه سړک ډېر مهم دی او د کابل له سرای شمالي څخه ۸ کیلومتره اوږد دی وویل: «ټاکل شوې د دغه سړک عرض ۵۰ متره شي؛ له همدې امله د کابل ښاروالي په دغه سیمه کې ۳۵۵ کورونه تخریبوي.»

د کابل ښاروالۍ استازي د دغه سړک د جوړولو لپاره د خلکو د کورونو د تخریب د لامل په اړه وویل: «دا ځمکې دولتي دي او خلکو شل کاله مخکې دغه ځمکې غصب کړې او کورونه یې پکې جوړ کړي دي. د کابل ښاروالي زیانمنو ته د کورونو لګښت ته پام پيسې ورکوي او هغه کسان چې د خپلو کورونو اسناد لري کولای شي ښاروالۍ ته ورشي.»

د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بلال کریمي د کابل ښاروالۍ د استازي نعمت‌الله بارکزي د خبرو په تایید په دې اړه وایي چې دغه ځمکې په پوره توګه دولتي دي مخکې غصب شوې او کورونه پرې رغېدلي دي. دغه کورونه د کابل ـ شمال سړک د جوړولو له امله تخریب شوي دي.

کریمي په دوام کې وویل: «د دې له امله چې ځمکې دولتي دي زیانمنو ته پيسې نه ورکول کېږي؛ خو د کورونو د تخریب لپاره یوه اندازه پیسې په پام کې نیول شوې، چې وروسته به ورکړل شي. د دغه واټ د جوړولو لګښت دقیق نه دی معلوم او تر اوسه د دغه سړک د جوړولو چارې نه دي پیل شوې.»