بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې دې ولایت کې د تاوتریخوالي او اعتراضونو تر کرارېدو وروسته، د طالبانو د استخباراتو رییس او د پوځ لوی درستیز بېرته کابل ته تللې دي.
دغه سرچینې چې د امنیتي دلایلو له امله نغواړي نومونه یې واخیستل شي، ټينګار کوي چې د خلکو غوښتنو ته د رسېدو په برخه کې د طالبانو له ژمنو سره سره، تر اوسه بشپړ قناعت نه دی ترلاسه شوی.
د دوی په خبره، د دې اعتراضونو او تاوتریخوالي اصلي ریښې، په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت مسئله او له دولتي بستونو څخه د تاجیک توکمه قومندانانو څنډې ته کول دي.
د دې شخړو اصلي لاملونه د تریاکو پر سر شخړې، له دولتي بستونو د تاجیکتتوکمه طالب قوماندانانو لرې کول او د هغوی د واک محدودول بلل شوي دي. سرچینې همداراز تاییدوي چې سره له دې چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت او مولوي امانالدین هڅه کړې چې وضعیت ارام کړي، خو شخړې لا هم پای ته نه دي رسېدلي او د طالبانو په لیکو کې ژور اختلافات روان دي.
یوه بل طالب سرچینې آمو ته ویلي چې شخړې تر هغه وروسته نورې هم شدیدې شوې، کله چې د طالبانو له خوا یو شمېر تاجیکتوکمه کارکوونکي، په ځانګړې توګه له بدخشانه، د دفاع وزارت له بستونو لرې کړل او دا اقدام په دې ولایت کې د خپلمنځي نارضایتۍ او قومي تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.
د طالبانو سیمهییز قومندان تر دې مخکې آمو ته ویلي وو: «جرم ته ټولې لارې بندې دي. خلک له ستونزو سره مخ دي. دا مهال شخړې لفظي دي، خو شدت یې زیات شوی. دلیل یې دا دی چې برطرفه شوي کسان تاجیکان دي. همداراز، هغه کښتونه چې تخریب شوي، هم د تاجیکمیشتو سیمو اړوند دي.»