کډوالي

په یوه اوونۍ کې له ۴۵۰ زیات افغان وګړي د پاکستان له بندخونو خوشې شوي دي

د آمو موندنې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼو څخه ترلاسه شوي، ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې (غبرګولي ۳مې تر ۱۰مې) ۴۸۷ تنه افغان وګړي د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.

دا موندنې ښيي چې دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د دغه هېواد پولیسو نیولي وو.

که څه هم طالبانو د دغو هېوادوالو د نیولو دلیل نه دی ویلی؛ خو له دې وړاندې ډېری افغان وګړي په پاکستان کې د قانوني استوګنې سندونو نشتوالي له امله نیول شوي وو.

دا هم باید وویل شي، چې دا یوازې هغه کسان دي چې په تېره یوه اوونۍ کې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي، او طالبانو د پاکستان له بندخونو د ټولو خوشې شویو هېوادوالو شمېر نه دی ورکړی.

په وروستي پېښه کې، ۳۴ تنه د هېواد وګړي پرون (شنبه، ۱۰ غبرګولي) د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځلسو ورځو کې هم ۱زره او ۲۸۴ تنه د هېواد وګړي د پاکستان له بېلابېلو بندخونو خوشې شوي دي. د آمو موندنې ښيي، چې دغه کسان له یوې ورځې څخه تر لسو ورځو پورې د پاکستان په بندخونو کې پاتې شوي وو.

د ناروې د کډوالو شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پیله (د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې) تر دې دمه له یو میلیون زیات کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.

سربېره پر دې، په راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۶۰۰ زره نور کډوال له پاکستانه به شړل شي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.