افغانستان

کروندګر: فراه کې طالبان د کرنیزو کیمیاوي درملو پر پلور کنټرول نه لري

د فراه ولایت کروندګر وايي چې طالبان په دې ولایت کې د کرنیزو کیمیاوي درملو په پلور هيڅ ډول کنټرول نه لري. دوی ټینګار کوي چې د کیمیاوي سرې او ویروس ضد درملو بیې په پراخه کچه بدلون مومي.

۷۰ کلن فدا محمد، چې د فراه د یو لوی بڼ (شبرنګ) څښتن دی، د کرنیزو کیمیاوي درملو او سرې د بیو د لوړوالي او بدلون څخه شکایت کوي. دا سړی وايي چې طالبان په بازار کنټرول هیڅ ډول نه لري او سوداګر په هره بیه چې وغواړي کرنیز کیمیاوي درمل پلوري.

له بلې خوا، د فراه کروندګر وايي چې دوی کیمیاوي سرې او د ویروس ضد درمل په لوړه بیه اخلي، خو د کورني بازار او نورو ولایتونو ته د خپلو محصولاتو د صادرولو د نشتوالي له امله، دوی اړ دي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

ځینې نور کروندګر د سړو خونو نشتوالی د خپلو محصولاتو لپاره یوه بله ننګونه بولي.

یوه کروندګر، عبدالملوک، وایي «موږ سړه خونه نه لرو، موږ باید خپل محصولات په ټیټه بیه وپلورو. که چیرې سړه خونه وي، نو دا به ښه وي.»

د هېواد په لویدیځ کې فراه ولایت د انګورو، شبرنګو، او همدارنګه د بادرنګو، رومي بانجانو او هندوانو تر ټولو لوی باغونه او کرنیزې ځمکې لري، خو د معیاري سړې خونې او نورو ولایتونو ته د لېږد لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي له امله، په دې ولایت کې کروندګر اړ دي چې د خپل باغ او کرنیز محصولات په ټیټه بیه وپلوري.