بشري حقوق

سرچینې: خوست کې طالبان تنکي ماشومان لاریون کولو ته اړ باسي

په خوست کې سرچینې آمو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست لخوا د ښوونځیو تنکي ماشومان د امریکا او اسراییلو پر ضد لاریون ته اړ شوي دي.

د سرچینو په وینا، چې په ټولو ښوونځیو کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي د لاریون لپاره راویستل شوي وو.

سرچینې وايي، چې یاد تنکي ماشومان د خوست سختې ګرمۍ ته په ساعتونو درول شوي و او د طالبانو په خوښه یې د امریکا او اسراییلو ضد شعارونه ورکول.

سرچینې زیاتوي، چې د یادو ماشومانو والدین هم یادې کړنې خواشیني کړي دي.

د ماشومانو یو والد وايي: «ماشومان ښوونځیو ته د درس او ښه راتلونکي په موخه استوو، نه د سیاسي استفادې لپاره.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې پخوا لاریون د اسلام ضد عمل بله او افغانستان دننه چاته د حق غوښتنې لپاره د لاریون اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم طالبانو په ولایتونو کې د لیلیو یو شمېر محصلان مجبور کړي و، تر څو د دوی سره په یادو لاریونونو کې ګډون وکړي.