افغانستان سویلي آسیا

د هند د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان د وګړو لپاره به نوې ویزې په شپږو برخو کې صادریږي

شری راندیر جیسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له تیرې میاشتې راهیسې یې د افغانستان د وګړو لپاره د ویزې صادرولو نوی سیسټم پیل کړی دی، چې د پخواني بېړنۍ ویزې پر ځای کارول کېږي او د ویزې غوښتونکو ته په شپږو برخو کې ورکول کیږي.

رنډیر جیسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دغو کټګوریو کې د درملنې ویزې، له ناروغ سره د مسافرو ویزې، سوداګریزې ویزې، د محصلینو ویزې، د ننوتلو ویزې او د ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکې ویزې شاملې دي.

د هغه په وینا، هغه افغان وګړي چې دا مهال په هند کې مېشت دي او د پخواني سیاست له مخې یې ویزه ترلاسه کړې ده، باید دا ویزه د نوي سیسټم له مخې تمدید یا بدله کړي.

ښاغلي جیسوال زیاته کړه: «موږ اوس د افغانستان د وګړو لپاره د ویزې نوی ماډل لرو. دا ماډل د پخواني بېړني بېلابېلو ویزو پروګرام ځای ناستی شوی دی. تمه ده چې دا نوی سیسټم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري اړیکو پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.»

د افغانستان د وګړو لپاره د هند لخوا د ویزې د ورکړې د بیا پیل پرېکړه څلور کاله وروسته شوې ده؛ هغه وقفه چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي تحولاتو له امله رامنځته شوې وه.