د طالبانو خپلمنځي اختلافونه

سرچینې: طالبانو د عباس ستانکزي صلاحیتونه محمد نعیم ته سپارلي دي

د بهرنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو پخوان سیاسي مرستیال عباس ستانکزي، انځور له آرشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له دندې لرې کېدو وروسته، د هغه صلاحیتونه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم ته وسپارل شول.

په ورته وخت کې، محمد نعیم یوازې په پنځو ورځو کې له بهرنیو سفیرانو سره څلور رسمي لیدنې درلودې او په وروستیو اتو ورځو کې یې په یوه بهرنۍ ناسته کې هم ګډون کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا لیدنې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي مرستیال محمد نعیم ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال د صلاحیتونو د لیږد ښودنه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو یو له لوړ پوړو شخصیتونو څخه دی، چې اوس مهال د طالبانو له حلقې څخه بهر دی.

د روان کال د غویي په ۲۰مه، د کابل او کندهار سرچینو آمو ته وویل چې د ښاغلي ستانکزي دنده په دولتي ادارو کې د تشکیلاتو د کمښت پروسې په دوام تنقیص شوې ده.

اوس، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې یوه سرچینه وايي، چې د ستانکزي واکونه محمد نعیم ته لیږدول شوي دي. که څه هم، تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو برخلیک روښانه نه دی.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال، محمد آصف صدیقي، وايي: «د طالبانو په جوړښت کې یوازې دیکتاتوري شتون لري. عباس ستانکزی د طالبانو یو له مهمو شخصیتونو څخه دی، مګر نن ورځ هغه له خپلې دندې لرې کوي او حتی د هغه د نیولو امر یې کوي.»

په ورته مهال، محمد نعیم یوازې په پنځو ورځو کې له بهرنیو سفیرانو سره څلور رسمي لیدنې درلودې او په وروستیو اتو ورځو کې یې په یوه بهرنۍ ناسته کې هم ګډون کړی دی.

د باخبره سرچینو په وینا، دا لیدنې ښیي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالۍ هغه ته لیږدول شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد نعیم لیدنې

 دغه لیدنې د ۱۴۰۴ کال د غویي له ۳۰مې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولې تر ۵مې پورې ترسره شوي دي:

  • د صنعتي شرکتونو له مسؤولینو سره لیدنه
  • د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر سره لیدنه
  • د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې یا د یوناما له مشرې سره لیدنه
  • د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره لیدنه
  • د ترمذ-ازبکستان په خبرو اترو کې ګډون

طالبانو تر اوسه د شېر محمد عباس ستانکزي د غیابت په اړه نوی او رسمي غبرګونه نه دی ښودلی. مخکې له دې، د طالبانو ویاند رسنیو ته د هغه غیابت کاري رخصتۍ بللې وې.

آمو لومړنۍ رسنۍ وه چې په کندهار او کابل کې یې د سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې د ښاغلي ستانکزي بست تنقیص شوی دی.