د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري خپور شوی نوملړ ښيي، چې طالبان نږدې دوو سوو کسانو ته، چې د پاکستان د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه دینی مدرسې فارغان دي، د ماسټرۍ او لېسانس سندونه وېشي.
دغه وزارت پرون اعلان وکړ چې دوی به شاوخوا دوه زره ملایانو او د ځانګړو دیني مدرسو فارغانو ته د ماسټرۍ او لېسانس اسناد توزیع کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نوملړ دا هم ښيي چې ډېری کسان چې ټاکل شوې د ماسټرۍ او لېسانس اسناد ترلاسه کړي، د پاکستان د دیني مدرسو، په ځانګړي توګه د دارالعلوم حقانيه فارغان دي. د طالبانو دا کړنه د هېواد د خلکو له پراخ غبرګون او توندو نیوکو سره مخ شوې ده.
دا نوملړ چې شاوخوا ۲زره او ۲۳۱ کسان پکې شامل دي، ټاکل شوې ده چې دوی ته د ماسټرۍ او لېسانس اسناد ورکړل شي. دا نوملړ ښيي چې له هر پنځو کسانو څخه یو یې د پاکستان په دیني مدرسو کې زدهکړې کړي دي. د آمو موندنې ښیي چې نږدې دوه سوه تنه پکې د پاکستان د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه فارغان دي.
د طالبانو له خوا د دیني مدرسو فارغانو ته د پوهنتون د اسنادو وېش:
• ۲زره او ۲۳۱ تنو ته به د ماستري او لیسانس اسناد ورکړل شي
• ۱زره او ۲۸۰ تنو ته د ماسټرۍ سند
• ۹۵۱ تنو ته د لېسانس سند
• نږدې ۲۰۰ تنه یې د دارالعلوم حقانيه، اکوړه خټک پاکستان فارغان دي؛
• ټول یاد کسان ملايان او د ځانګړو مدرسو فارغان دي؛
د اکوړه خټک حقانيه دارالعلوم ، چې د ۱۳۲۶ هجري لمريز کال په میزان میاشت کې د مولانا عبدالحق لهخوا د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې تاسیس شوې، یوه له هغو دیني مدرسو څخه ده چې د طالبانو د مهمو مشرانو د زدهکړو مرکز بلل کېږي.
د ځینو څېړونکو په وینا، د طالبانو پخوانی مشر اختر محمد منصور ، د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني ، او د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني ټول د همدې مدرسې فارغان دي. څېړونکي باور لري چې دا مدرسه اوس مهال د طالبانو لپاره د یو «طالبي پوهنتون» حیثیت لري، ځکه چې د دې ځای فارغان نه یوازې په فکري لحاظ د طالبانو له ایدیولوژۍ سره سم روزل شوي، بلکې عملاً هم د طالبانو په حکومت کې مهم چارواکې دي.
حقانيه دارالعلوم
• د ۱۳۲۶ لمریز کال په میزان میاشت کې جوړ شو؛
• څېړونکي وايي چې دا مدرسه د افراطي افکارو په ترویج کې مهم رول لري؛
• د طالبانو پخوانی مشر اختر محمد منصور، د حقاني شبکې بنسټګر جلال الدین حقاني، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، او د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د دې مدرسې فارغان دي؛
• دا مدرسه د طالبانو د مشرانو او د کابینې د غړو لپاره د پوهنتون حیثیت لري؛
• د دې مدرسې فارغانو ته د طالبانو په حکومت کې مهمې څوکۍ ورکړل شوي دي.
خبریال، مجیب خلوتګر، وایي: «د اکوړه خټک دارالعلوم په افغانستان او سیمه کې د افراطي افکارو په ترویج مهم رول لوبولی دی. دا مدرسه د طالبانو مشران داسې روزلي چې ټول د پاکستان د ګټو حافظان دي، که مستقیم او که په غیر مستقیم توګه. د مدرسو او ملايانو فارغانو ته د اسنادو وېش د افغانستان علمي او اکاډمیک حیثیت ته زیان رسوي.»
په دې منځ کې، د طالبانو دغه اقدام، د هېوادوالو له تندو او سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
د کابل یوه اوسېدونکې وایي: «طالبان ښځې او انجونې له زدهکړو محرومې کړې، خو هغو ملايانو ته چې کلونه يې په پاکستاني مدرسو کې درس ویلی، د ماسټرۍ او لېسانس سندونه ورکوي. دا واقعاً د شرم خبره ده. زرګونه تحصيلکړي ځوانان بېکاره ناست دي، خو طالبان د دوی پر ځای د څو پاکستاني مدرسو فارغانو ملايان مقرر کړي.»
د کابل یوه اوسېدونکې وايي: «طالبانو پوهنتونونه او ښوونځي په ديني مدرسو بدلې کړې دي. د پوهنتون مسلکي استادان او کدرونه یې له دندو اېستلې دي او پر ځای يې ملايان راوستي دي. دا حالت زموږ د نسل لپاره يو ناورين دی.»
له دې ټولو سره، د ځینو کارپوهانو په باور، طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د زدهکړې نظام په تدريجي ډول د خپلو اهدافو مطابق تنظيم کړی دی.
دغه کارپوهان ټینګار کوي چې د نصاب بدلون، د طالبانو له خوا د خپلې خوښې مضامينو ته وده ورکول، د عصري او ګټورو مضامينو اېستل، د مسلکي علمي کادرونو ګوښه کول او د مدرسو د فارغانو ځای پر ځای کول، د پوهنتون له بنسټ څخه د ښځو او انجونو حذف، او د پاکستاني مدرسو فارغانو ته د ماسټرۍ او لېسانس د سندونو وېش، هغه عوامل دي چې د هېواد تعليمي او تحصیلي نظام یې له جدي ناورین سره مخ کړی دی.