افغانستان

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو ترمنځ لفظي شخړې یو ځل بیا زور اخیستی

د بدخشان ولایت له جرم ولسوالۍ څخه ځايي سرچینې آمو ته وايي، چې د طالبانو ترمنځ لفظي شخړې نن یو ځل بیا زور اخیستی دی.

د سرچینو په وینا، دا کړکېچ هغه مهال بیا زیات شو چې د طالبانو د یو تاجیک‌توکمه قوماندان د نیولو هڅه، چې له نورو طالب قوماندانانو سره ښکیل شوی و، ناکامه شوه.

سرچینې زیاتوي چې د اختلافاتو اصلي علت د تریاکو له کښت سره تړلې مسئله او په بدخشان کې د تاجیک‌توکمو طالب قوماندانانو څخه د صلاحیتونو اخیستل دي.

سرچینې دا هم وایي چې که څه هم د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت او بل مشر طالب قوماندان امان‌الدین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو شخړې لا هم پای ته نه دي رسېدلي او د طالبانو په لیکو کې د بدخشان ولایت دننه کړکېچ لا هم دوام لري.