د طالبانو تر واک لاندې د ملي ازموینو ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې لومړۍ دوره نن (پنجشنبه، د غبرګولي په ۸مه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پیل شوې او سبا ته به هم دوام ومومي.
دغه ازموینې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په پرلپسې درېیو کلونو راهیسې، انجونې د کانکور له لړۍ محرومې پاتې دي؛ هغه بندیز چې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه دوام لري او له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوی دی.
د طالبانو په وینا، د دې ازموینې په لومړۍ مرحله کې پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونه شامل دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ازموینو ادارې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په دې پړاو کې شاوخوا ۲۵ زره او ۳۰۰ تنه د عمومي کانکور، ديني مدرسو، ځانګړو او د شپې پوهنځیو برخو کې نوملیکنه کړې ده.
طالبان وايي چې د ګډون کوونکو د شمولیت کارتونه له مخکې په ښوونځیو کې وېشل شوي او د هغوی بایومتریک معلومات هم د تېرو ۳۰ ورځو په موده کې د ازموینو ادارې تخنیکي ټیمونو لخوا په اړوندو ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه اداره زیاتوي چې د ملي ازموینو ادارې پلاوي د پوهنتونونو، د معارف ریاستونو او اړوندو ادارو له مسؤلینو سره په همغږۍ د ازموینې د بهیر مدیریت کوي او د خوندي او شفاف چاپېریال برابرولو لپاره هڅه کوي.
د کانکور ازموینې د نجونو له ګډون پرته، د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو یوه برخه ده چې د افغانستان د ښځو د زدهکړو حقونه محدودوي.
دغه سیاستونه د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړل او له ملي تعلیمي لړیو لکه کانکور څخه د هغوی بشپړ ایستل، دي.