د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د غبرګولي ۷ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره د اختلافاتو سربېره سراج‌الدین حقاني هغه د روزنې او لارښوونې سرچینه وباله.

حقاني وايي چې هبت الله له طالب چارواکو سره د هغوی له انساني ظرفیت څخه هاخوا کار کوي. هغه ټینګار کوي چې هبت‌الله اخندزاده د طالبانو د نظام د پیاوړتیا او اصلاح لپاره کار کوي.

خو تر دې وړاندې، له کندهار څخه د طالبانو دوو سرچینو آمو ته ویلي وو چې د طالبانو د مشر له امر وروسته چې د طالبانو د پوځ جوړښت او بودیجه یې ۲۰ سلنه کمه کړي، د کندهار د طالبانو او حقاني ترمنځ اختلافات یو ځل بیا زیات شوي دي.