افغانستان

په هرات کې یو سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي

د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ د «گله‌توت» په کلي کې یو سړي خپله مېرمن، پلار او مور وژلي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د هرات امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه سړي لومړی د خپل مېرمنې غاړه پرې کړې او بیا یې پلار او مور د چړې په ګوزارونو وژلي دي.

تر اوسه د دې پېښې انګیزه نه ده معلومه شوې. خو طالبان وايي چې د دې پېښې عامل د نیولو هڅې روانې دي.

په وروستیو کلونو کې د کورنۍ دننه وژنو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله، د بشري حقونو بنسټونو او د افغانستان مدني ټولنې فعالانو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.