ورزش

د بامیان په غوره لیګ کې د فوټبال د اتو لوبډلو ګډون

د فوټبال د غوره لیګ پچه اچوونه د بامیان ولایت د اتو لوبډلو ترمنځ چهارشنبې د وږي په ۲۳مه د افغانستان د فوټبال فډراسیون د عمومي رییس په حضور ترسره شوه.

ددغو سیالیو ترسره کوونکي یې موخه د فوټبال ورزش وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د افغانستان د اتلولۍ لیګ لپاره د دې ولایت د غوره لوبډلې ټاکل ګڼي چې په راتلونکي کال کې ترسره کېږي.

د بامیان د غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د راتلونکې اونۍ په دوشنبې ترسره کېږي او اټکل کېږي چې تر ۴۲ ورځو به دوام وکړي.

د ذولفقار د فوټبال لوبډلې غړی ابوذر دانش ددغو لوبو په اړه د رضایت په څرګندولو سره وایي: «موږ ددغه لیګ د ترسره کولو لپاره ښه چمتووالی لرو. دا لوبې په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټول ګډون کوونکي لوبغاړي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

په بامیان کې د فوټبال لوبغاړي په دې ولایت کې د سپورتي لوبغالو له تجارتي کېدو په شکایت سره وايی، په داسې شرایطو کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ خو اړ دي د ورزشي لوبغالو د اجاره کولو لپاره لوړ لګښت ورکړي.

له لوبغاړو د سوداګرو او مسوولینو ملاتړ په بېلابېلو ولسوالیو او ولایتونو کې د دوي پر روحیې اغېز لري.

د فوټبال په غوره لیګ کې ګډون کوونکي له لوبغاړو د ملاتړ غوښتونکي دي او له فوټبال فډراسیون څخه غواړي چې د فوټبال لوبغالي په وړیا توګه د دوی په واک کې ورکړي.

په اوسني وخت کې په بامیان کې څه د پاسه ۵۰ د فوټبال کلپونه فعالیت لري او ټاکل شوې د بامیان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون ترسره شي.

فوټبال په افغانستان کې زیات مینه وال لري او د جمهوریت پرمهال د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په بېلابېلو عمرونو کې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه ترلاسه کړي.