د ناروې د کډوالو شورا په یوه راپور کې ویلي، چې له پاکستانه د کډوالو د جبري ایستلو له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پیل شو، تر اوسه له دې هېواده تر یو میلیون زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ددغې شورا په وینا، افغانستان دا مهال د اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ او د امنیتي ننګونو له خطر سره مخ دی.
سربېره پردې، په دغه راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۶۰۰ زره نور کډوال له پاکستان څخه وشړل شي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
همدارنګه، د دې سازمان په وینا، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه تر یو میلیون زیات افغان کډوال هم مجبور شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان چې مخکې له دې د اسیا تر ټولو ستر داخلي بېځایه کېدو له کړکیچه څخه تېر شوی، اوس د هغو مهمو او چټکو نفوسو بدلونونو سره مخ دی. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد دوه پر درېیمه برخه اوس مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، افغانستان د هغو کسانو لپاره چې بېرته ستنېږي، اسانتیاوې نشي برابرولی. د کار د موقعیتونو نشتوالی په ځانګړي ډول د بېرته ستنوونکو وګړو پر وړتیا باندې سخت اغېز کوي چې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي او له ټولنو سره یوځای شي، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو لپاره چې مشري یي ښځې کوي. په راپور کې راغلي دی، چې ستنېدونکې ښځې له ځانګړي ننګونو، د تګ راتګ محدودیتونه، د امنیتي خطرونو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، ډېری ستنېدونکي له ډېر لږ تجیهزاتو یا سپما سره، پرته له ځمکې یا سرپناه بېرته افغانستان ته ستنېږي او ډېر وخت د خپلو ټولنو سره د اړیکو له لاسه ورکولو سره، د خوندي او درناوي سره د بېرته ادغام لپاره له سترو خنډونو سره مخ کېږي.
د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کوي چې که څه هم بشري ټولنه په چټکۍ سره همغږه شوې ده، خو پرته له ځانګړو پانګونو په دوامداره حل لارو – لکه ځمکې ته لاسرسی، معیشت، زدهکړه، قانوني اسناد، او ټولشموله سیمهییز خدمات – دا جدي خطر شته چې ستنېدونکي به اوږدمهاله بېځایهوالي یا بلې مرحلې ته داخل شي چې دا به د بشري مرستو اړتیا زیاتې کړي او د اوږدمهاله ثبات مخه ونیسي.