د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له هند سره د اړیکو له خرابېدو وروسته د طالبانو، چین او بنګله دېش په شتون سره د سیمه ییزې همکارۍ یو نوی جوړښت جوړوي. دا نوښت په سیمه کې د اقتصادي-سیاسي ایتلاف د جوړولو په هڅو کې مطرح کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي چې د سارک په چوکاټ کې د سیمه ییزې همکارۍ د پرمختګ له ناکامۍ وروسته یې هېواد اوس له افغانستان، چین او بنګله دیش سره په درې اړخیزه او څلور اړخیزه همکارۍ تمرکز کوي. هغه وويل چې دا هڅې پيل شوي او د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړی وايي: «ستونزه دا ده چې په سیمه کې اقتصادي بلاک، سارک جوړ شو خو زموږ ګاونډي هېواد هند اجازه ورنه کړه چې پرمخ لاړ شي. اوس د افغانستان-پاکستان-چین او پاکستان-بنګله دیش-چین ترمنځ درې اړخیزې اړیکې باید جوړې شي. دا یوه لویه ننګونه ده چې ما د خدای په فضل سره پیل کړې ده او پرمختګ روان دی.»
پاکستان په دې وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې ګرمې کړي. په کابل کې د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ خبرې اترې او په بیجینګ کې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه د دې هڅو یوه برخه وه.
له بل لوري هند هم هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. نوی ډهلي وايي چې له طالبانو سره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري لاسوهنې، په اړه هوکړې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل: «د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې پاکستان ته باید اجازه ورنکړل شي چې د غلطو معلوماتو او جعلي کیسو په خپرولو سره د هند او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.»
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له الجزیرې سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران او هند پخوا طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې لیدل خو اوس یې د هغوی په وړاندې یو بل «حقیقي او عملي» چلند غوره کړی دی.
شاهین زیاته کړه: «اوس دوی پوهیږي چې دا تصور له واقعیت سره سمون نه لري. د موجوده شرایطو پر بنسټ دوی یو نوی واقعیت لرونکی او عملي چلند غوره کړی چې د هرچا لپاره ګټور دی.»
شاهین دا هم وویل چې طالبانو د پاکستان د اندېښنو د حل لپاره د پولې په اوږدو کې د پلټنې پوستې جوړولو په ګډون یو شمېر ګامونه پورته کړي ترڅو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ځواکونو د پاکستان خاورې ته د ننوتلو مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړې چې دواړه خواوې د سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه هوکړې ته رسیدلي او د اسلام آباد او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی چې په عمده توګه په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون له امله رامینځته شوی و کم شوی دی.