د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د هغو افغان وګړو د نږدې ۲۰۰۰ بیا میشتیدنې غوښتنلیکونو د بیاکتنې پروسه پیل شوې ده چې د هېواد له ځانګړو پوځي واحدونو سره یې کار کړی دی.
په دې اشخاصو کې د بریتانوي ځواکونو د غوره ځواکونو سیمه ییز همکاران شامل دي، په ګډون د CF333 او ATF444 واحدونو چې د افغان جګړې پرمهال یې د بریتانوي پوځ سره نږدې کار کاوه.
د دې څېړنو پیل د څارونکو ادارو له خوا د تېرو څېړنو د پروسې په اړه د نیوکو وروسته وشو. دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ځینې غوښتنلیکونه په غیر عادلانه ډول رد شوي او د بریتانوي ځواکونو د ریښتیني شریکانو په پېژندلو کې پاتې راغلي دي.
دې کار په بریتانوي پوځ کې د افغان همکارانو لپاره د پناه غوښتنې بهیر کې د عدالت د نه رعایت په اړه اندېښنې راپورته کړي
په عین حال کې د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا حکومت لخوا خپاره شوي نوي معلومات ښیې چې ۳۸۸۰ افغان کډوال چې د بیا میشتیدنې پروګرام لاندې انګلستان ته لېږدول شوي دي لاهم د هوټلونو، پوځي اډو او ځانګړو استوګنځایونو په ګډون په لنډمهاله استوګنځیو کې ژوند کوي. د برتانیا حکومت تایید کړې چې د دې خلکو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.
لیسټرشایر، ویلټشایر، ساوت ویلز، انورنس او ډورسیټ پوځي اډې د هغو ځایونو څخه دي چې د دې کورنیو د لنډمهاله استوګنې لپاره کارول شوي دي.
وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل ډېری دغه خلک د بریتانوي ځواکونو سره د همکارۍ یا د لویدیځو ادارو د ملاتړ له امله ګواښل شوي او له هېواده وتلو ته اړ شوي وو.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشت پورې په انګلستان کې د مېشتو افغانانو شمېر ۷۷۳۶ تنو ته رسېدلی چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه لوړه شوې.
سره له دې چې د بریتانیا دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو شوراګانو سره د دایمي استوګنځایونو د برابرولو په هڅه کې دي لا هم د پام وړ شمېر افغان کډوال په لنډمهاله استګنځایونو کې ژوند کوي. د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په پای کې دا شمېره ۳۰۳۵ تنه ښودل شوې وه.
د اېنډېپېنډېنټ د خپور شوي راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال تر جنوري پورې، نږدې ۱۰۱۵ استوګنځایونه په ځانګړي ډول د افغانستان څخه د کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي چې د دریو کلونو لپاره به د دوی په اختیار کې وي.
د بریتانیا د دفاع وزارت وايي د دې نوې بیاکتنې هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي د افغان وګړو لپاره هېڅ ارزښتناکه مرسته له پامه غورځول شوې نه ده او ټول وړ اشخاص د هغه ملاتړ څخه برخمن شي چې دوی یې وړ دي.